The news is by your side.

د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمير په ټوله نړۍ کې ۸۳۳۸۴۳ تنو ته ورسيده

خبريال يبپاڼه/ کرونا ( کويډ۱۹ ) هفه ويروس يا نړيواله اوبا ده چې د نړۍ هر کړنج ته يې سر ور ښکاره کړ او د نړۍ په هر کوټ کې يې په زرګونو خلک مړه او زيات شمير نور يې د مرګ تر کومي ورسول.

هندوستان هغه هيواد چې په اوسني وخت کې د کرونا په ويروس د اخته کيدو او ددې ويروس له امله د وژل کيدو نړيوال ريکارډ لري، چې پرون جمعه يوازي په دغه هيواد(هندوستان) کې په تيره ۲۴ ساعتو کې ۷۷۲۶۶ د کرونا نوې پيښې ثبت شوي دي چې دا په ټوله نړۍ کې د يوه هيواد په کچه تر ټولو زياتي پيښې دي.

په امريکا کې د جانز هاپکنيز پوهنتون د جمعي د ورځي د خپرو شوو شميرو له مخې په ټوله نړۍ کې ۸۳۳۹۴۳ تنه کسانو د کرونا ويروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. چې ددغو مړو شوو کسانو تر ټولو زيات شمير کسان د امريکا په متحده ايالاتو کې دي چې تعداد يې ۱۸۱۶۵۵ تنه رسيږي چې ددې ويروس له امله وژل شوي دي.

خو هيره دې نه وي چې په اوسني وخت کې د رسمي شميرو له مخې په ټوله نړۍ کې د ناروغو کسانو شمير ۵۹۱۰۴۰۰ تنو ته رسيږي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون جمعه د هندوستان حکومت اعلان وکړ يوازې تيره ورځ په دغه هيواد کې ۷۷۲۶۶ تنه د کرونا په ويروس ککړ شوي دي. چې دا د ټولې نړۍ په سطحه په يوه ورځ کې تر ټولو زيات شمير دی.

خو بل پلو بيا په نوره نړۍ کې په تيره بيا د اندونزيا په هيواد کې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۰۰ نوي پيښې ثبت شوي وې.
چې په ورته وخت کې د فرانسې هيواد هم د کرونا ويروس د مخنوي په خاطر په ټوله فرانسه کې د ماسک اچول جبري کړي دي.

بل اورپايې هيواد هنګري هم پرون جمعه اعلان وکړ چې د را رواني سټمبر مياشتي له لومړۍ راهسي به ددې هيواد ټول پولې وتړي او د هنګري هغه وکړي چې خارج تللي وي تر ۱۴ ورځو به کرنتين کيږي.

دا په داسي حال کې ده چې څه موده مخکي رورسي اعلان وکړ چې د کرونا لپاره يې نوی واکسين جوړ کړي دي.
د رورسيې ولسمشر ولاديمر پوتين هغه وحت ويلي وو چې رورسيه غواړي په دې واکسين سره نړۍ له کرونا وژغوري.

خو د رورسې له خوا نوي جوړ شوي واکسين هم د نړيوالو پوهانو يولړ انديښنې راپورته کړې.
داسې ويل کيدل چې دغه واکسين يو ډول جانبي عوارض هم لري ، چې له هغې ډلې زياته تته او تر حد زياته لړزه يادولای شو.

خو بل پلو بيا د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د پنجشنبي په ورځ د بيا ځلي کانديداتورۍ په غونډه کې وويل چې د سږ کال تر پايه به امريکا وکولای شي د کرونا ويروس د مخنوي واکسين جوړ کړي.

بايد وويل چې په افغانستان کې له نيکه مرغه په تيرو ۲۴ ساعتونو کې يوازې ۱۱ پيښې ثبت شوي وي چې دا په اوسني وخت کې تر ټړلو کمې شميري دي چې په افغانستان کې ثبت کيږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.