The news is by your side.

حکومت: که طالبان سرتېري ازاد نه کړي, بندیان یې نه خوشې کوو

خبریال وېب پاڼه/ افغان حکومت وایي، د درنو جرمونو پاتې ٣٢٠ طالب بندیانو د خوشې کولو په پلان کې هېڅ کوم بدلون نه دی راغلی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، تر څو چې طالبانو د افغان حکومت پوره بندیان نه وي ازاد کړي، دوی پاتې طالب بندیان نه ور خوشې کوي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل په تازه څرګندونو کې ویلي، افغان حکومت به تر هغې طالب بندیان ازاد نه کړي، څو طالبان د حکومت بند سرتېري ازاد نه کړي.

حکومت ټینګار لري، چې طالبان د ورسره بند افغان کومانډیي سرتېري ازاد کړي، بیا به ددوی پاتې ٣٢٠ زندانیان ور خوشې کړي.

جاوېد فیصل زیاته کړې، چې طالبانو تر اوسه په هېڅ ژمنه عمل نه دی کړی، دوی دې د حکومت د بندیانو په خوشې کولو سره سولې ته واقعي ژمنتیا ښکاره کړي او له دې لارې دې خنډونه پاک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست تېره ورځ ویلي وو، چې روانه اوونۍ به د طالبانو د پاتې بندیانو د خوشې کولو بړۍ بیا ځل پیل کړي او له پای ته رسېدو سره سم به یې د څو ورځو په ترڅ کې بین الافغاني مذاکرات وي، چې د نوموړي څرګندونې نن د ملي امنیت شورا له لوري رد شوې او شورا ټینګار لري چې تر څو د حکومت بندیان نه وي خوشې شوي د طالب بندیانو د خوشې کولو پلان کې به هېڅ بدلون را نه شي.

ورسره هم مهاله بیا طالبان وایي، افغان حکومت دې زموږ پاتې بندیان خوشې کړي، بیا به بین الافغاني مذاکراتو ته حاضر شي، خو افغان حکومت بیا وایي، طالبان د د دوی د کومانډویي سرتېرو په شمول ټول سرتېري ازاد کړي، په بدل کې به یې د طالبانو بندیان ور خوشې کړو.

د درنو جرمونو د طالب بندیانو په اړه د حکومت له لوري رابلل شوې د سولې مشورتي لویې جرګې د دې طالب بندیاو خوشې کول تأیید کړل، خو حکومت په همغه اوونۍ کې صرف ٨٠ بندیان ور ازاد کړل او د پاتې طالبانو د خوشې کولو لپاره غواړي طالبان لومړی افغان کومانډو سرتېري ازاد کړي بیا به د درنو جرمونو د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ پیل کړي، خو طالبان وایي لومړی دې د دوی بندیان خوشې شي بیا مذاکرات کوي.

د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره څو ځل نېټه وټاکل شوه خو هر ځل د طالبانو له لوري په یوه او بله بهانه او سر زورۍ مذاکرات نور هم تر نا معلومې نېټې وځنډېدل.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.