The news is by your side.

.د عاشورا د ورځي د لمانځلو لپاره سخت امنتي تدابير نيول شوي

خبريال ويبپاڼه/ نن يکشینه د محرم الاحرام د مياشتي د لسمي يا د عاشورا د ورځي د لمانځني په مناسبت په ټول افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان شوي ده.

دا په داسي حال کې ده چې د پلازمينې کابل پر ګډون په ډير ولايتونو کې ددې ورځې د لمانځني په مناسبت کلک امنتي تدابير نيول شوي.
د کورنيو چارو وزارت ، دفاع وزارت او د ملي امنيت ۴۰۰۰ سرتيري يوازي په پلازمينه کابل کې د عاشورا د امنيت د ټنګښټ لپاره ګمارل شوي دي.

نن يکشنبه د محرام الاحرام د ياشتي لمسه او د عاشورا ورځ ده.
دغه ورځ په ډيرو اسلامي هيوادنو کې په ليږ او ډير توپير لمانځل کيږي.
بايد وويل شي چې د کرونا ويروس خپريدا او په ټوله نړۍ کې ددې اوبا د زياتيدا له ډار سره ، سره په نړۍ او افغانستان کې د عاشورا ورځ لمانځل کيږي.

په کابل کې د ديني مراسمو د همغږۍ د عالي کميسون د مشر په وينا په پلازمينې کابل کې د ۴۰۰۰ امنتي ځواکونو تر څنګ لس زره رضاکاره وګړي هم د عاشورا د مراسمو د امنيت لپاره په لارو کوڅو او تلايشي ځاینو کې ځای پر ځای شوي دي.

د ديني مراسمو د همغږۍ عالي کميسون مشر زياتوي چې دغه ۱۰۰۰۰ لس زره رضاکار ملکي وګړي به له امنتي ځواکونو سره ، د تلاشۍ ، څارنې او د معلوماتو په شريکولو کې برخه واخلي.
هيره دې نه وي چې دغه رضاکار ولسي خلک به د پلازمينې کابل په ۱۸ امنيتي حوزو کې په پيره ، تلايشي او نورو ادراې کارونو بوخت وي.

د ښاغلي اسلم شيوا په وينا څلور کاله مخکې د کابل پر ګډون د افغانستان په ډيرو ولايتو کې د اهل تشعيو پر عبادت خانو خونړي بريدونه وشول چې ګڼو خلکو ته به يې مرګ ژوبله واړه وله.
د شيوا په خبره حکومت دې ته اړ شو تر څو ددغسي ترهګريزو بريدونو مخه ونسي نو د ديني همغږۍ عالي کميسون يې جوړ او دې کميسون ته يې د ديني مراسمو او د امنيت د ټنګښت پوره واک او صلاحيت ورکړ.

د عاشورا مراسم په داسي حال کې تر سره کيږي چې څه موده مخکي د ولسمشر محمد اشرف غني دويم مرستيال سرور دانش انديښنه ښودلي وه او خبرداری يې ورکړی وو چې ځينې تروريستي ډلي غواړي د عاشورا پر مراسمو بریدونه وکړي.

د افغانستان يوه بل مخکښ سياستوال او اهل تشعيو پيروان محمد محقيق هم خبرداری ورکړی وو چې له طالبانو څخه د بيلي شوي ډلي مشر ملا منان نيازي غواړي د داعش په مرسته په کابل ښار کې د اهل تشعيو پر عبادت خانو او د عاشورا پر مراسمو بريدونه وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.