The news is by your side.

پاکستاني پوڅ او (I S I) ۵۴۰۰۰ بلوڅان او زيات شميره پښتانه تښتولي

خبريال ويبپاڼه/ نن چې اګست مياشتې ۳۰ د ورکو او تري تام شو خلکو له نړيوالې ورځې سره سمون خوري.
هغه ورځ چې بې وسې بلوڅ او پښتانه يې هر کال په پاکستان کې د خپلو ورکو شو خپلوانو په وير لمانځي.
هر کال دغه ورځ بلوڅ ميرمني ‍، ماشومانو او سپين ږيري په داسي حال کې لمانځي چې خپلو خپلوانو عکسونه يې په لاس کې په پريس کلبونه کې ناست وي.

د پاکستان څارګري ادارې (I S I) او ددې هيواد پوځ له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۰ کال پوري يوازي ۵۴۰۰۰ څلور پنځوس زره بلوڅان له کوره په زوه ويستي چې تر اوسه يې لا هم مړی او ژوندی نه دی معلوم.

د ورکو شو بلوڅانو د راخوشي کولو غورځنګ مشر ماما عبدالقدير بلوڅ مشال راډيو ته ويلي چې زوی د پاکستاني استخباراتي ادراې له لوري په زوره وتښتول شو له څو مياشتو تري تام کيدو او شکنجو وروسته له هليکوپټر څخه را ورغوځول شو.
ښاغلي ماما بلوڅ زياته کړي چې د زوی ټول هډوکي يې مات.

په ورته وخت کې د کوټي له ښار څخه په زوره تښتول شوی جليل ريګي هم د پاکستاني پوځ له لوري وتښتول شو چې وروسته له ايران سره پر پوله مړی پيدا شو.

دماما بلوڅ او جليل ريګي په شان زرګونه بلوڅان او پښتانه د پاکستاني پوځ او استخباراتي ادارې له خوا تښتول شوي او تري تام شوي چې تر اوسه يې مړی او ژوندی هم معلوم نه دی.

يوې بلې بلوڅ ميرمني سيما بلوڅ رسنيو ته ويلي چې په ۲۰۱۶ کال په اکتوبر کې د پاکستاني پوځ سرتير يې په کور چاپه ووهله چې ددې د ورور شبير سره ، سره يې ۲۵ نور بلوڅ ځوانان هم ونيول چې تر اوسه لا تري تام دي.

سيما بلوڅ زياتوي چې څو ځله يې په پريس کلب او نورو ځايونو کې لاريون کړی له حکومت څخه يې غوښتي چې ورور ورته راخوشي کړي.
اغلي بلوڅ زياتوي چې په ژوند کې له سختو ګړاونو سره مخ ده يوازي همدا يو ورور يې وو ، اوس يې وريندار اود ورور ماشومان يې بې سرپرسته دي. د ورور په نشتون کې يې يوه شيبه د يوه کال همره تيريږي.

يوازي سيما بلوڅ نه ده چې ورور يې د پاکستاني پوځ په زوره تښتولی بلکي په زرګونو.داسي نورې بلوڅ او پښتنې ميرمنې شته چې زوی، خاوند او وروڼه يې پاکستاني او استخباراتي ادراي په زوره له کورنو تښتولي چې مرګ او ژوند يې هم لا نه دی معلوم.

د بلوڅانو د ورکيدو پښې د پخواني پوځي مشر پرويز مشرف له واکمنۍ را هسي پيل شوې.
د ورکو شوو بلوڅانو د پيدا کيدو د غورځنګ مشر ماما عبدالقدير بلوڅ وايې له هغه تر اوسه يې ۵۴۰۰۰ څلور پنځوس زره بلوڅان تري تام دي چې نه يې مرګ اړ نه ژوند معلوم دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.