کرزی: د مصالحي عالي شورا په چوکاټ کې کار نه کوم
خبريال ويبپاڼه/ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي چې دی په افغانستان کې د سولې لپاره هڅي کوم خو ولي د روغي جوړي عالي شورا په چوکاټ کې کار نه کوي.
ښاغلي کرزي دغه څرګندوني له هغه وروسته وکړي چې تير ماښام د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني يو فرمان لاسليک چې ددې فرمان له مخي د ښاغلي حامد کرزي په ګډون ۱۷ تنه لوړي پوړي جهادي مشران ، د مشرانو جرګي غړي او ځينو نور سياستوال شامل وو.
بايد وويل شي چې د روغي جوړوي عالي شورا د نوملړ له ډير نانتدريو او جنجالونه وروسته خپور او د ولسمشر له خوا لاسليک شو.
په خپاره شوي فرمان کې د ولسمشر غني له لوري ويل شوي ويل شوي چې ( د سولي د دواړ مشورتي جرګو مشورو ته پام او د اساسي قانون د ۶۳ مادي او ۱۳ فقري ته په کتو د د ۱۳۹۹ کال دد غويې د مياشتي د سياسي هوکړي ته پام د ډاکټر عبدالله عبداالله په مشرۍ د روغي جوړي عالي شورا لپاره لاندي نولړ مظوروم.
باید وويل شي چې د روغې جوړي د عالي شورا نوملړ په داسي کې خپري چې تر دې نوملړ دوه ورځې مخکي د طالبانو.د قطر دفنر هم د شير محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د بين لا افغاني خبر اترو لپاره د ۲۱ کيسز پلاوي نوملړ اعلان کړ.
د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر عباس ستانکزي رسنيو ته ويلي چې د طالبانو له خوا ټاکل شوی مرکچي پلاوی له هر ډول واک او صلاحيت څخه برخمن دی.
ښاغلي ستانکزي دا هم ويلي وه چې د سولي بين الاافغاني خبرو ته پوره چمتوالی لري.
د طالبانو د قطر دفتر سياسي وياند سوهيل شاهين په وينا د سولي د بين الا افغاني خبرو د پيل له لپاره تر ټولو لوی خنډ د پاتي ۳۸۰ طالب بنديانو.نه خوشي کول دي.
خو بل پلو بيا اففان حکومت وايې چې طالبانو هم ددوی ۲۰۰ کومانډويان او پلوټان لا په بند کې ساتلي ، چې تر څو طالبان دغه ۲۰۰ ګومانډيان او پلوټان خوشي نه کړي افغان حکومت هم پاتي طالب بنديان نه خوشي کوي.
بايد وويل شي چې تيره مياشت د سولې مشورتي لويې جرګې په ۲۵ ماديز پريکړه ليک د ۴۰۰ طالب زندانيانو له خوشي کولو سره هوکړه وکړه.
د جرګي له هوکړې وروسته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم د ۴۰۰ طالب زندانيانو د خوشي کيدو فرمان لاسليک کړ خو د فرمان له لاسليک وروسته يوازي ۸۰ تنه زندانيان خوشي شوي چې ۳۲۰ يې لاهم په بند خونو کې دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.