The news is by your side.

د کربلا د پېښې اصل مبدا دين که قبیلوي دښمني؟

خبریال وېب پاڼه/ د حضرت اسماعيل (ع) په اولاده کي د رسول الله (ص) غور نيکه عبدمناف خورا لوړ شخصيت او نېک شهرت درلود.

عبدمناف څلوزامن درلودل لکه: (نوفل، مطلب، هاشم او عبدشمس). په دې څلورو وروڼو کي د (هاشم) او (عبدشمس) کورنۍ خورا مشهوري وې چي وروسته لويي قبيلې ځنې جوړي سوې.

هاشم که څه هم تر عبدشمس کشر و، خو د خپل لياقت او سخاوت له امله يې لوړ شهرت او د قبيلې د مشرتابه مقام ګټلی و، د روم او حبشې له دربارونو سره يې اړيکي درلودې او دغه ډول د کعبې تولا يا سرپرستي يې هم پر غاړه وه.

دا امتيازات د هاشم وراره (آميه بن عبدشمس) نه سوای زغملای او آن دا چي له خپل اکا (هاشم) سره يې ښکاره سيالي او دښمني پيل کړه.

يوه ورځ عبدشمس هاشم راوننګاوه او ورڅخه ويې غوښتل چي د مناظرې سيالي ورسره وکړي. هاشم هم له مجبوريه د مناظرې سيالي ومنله او پرېکړه وسوه چي د (خزاعه) قبيلې مشران به د دې مناظرې منصفه هيئت وي، د ګټونکي او بايلونکي لوري د اعلانولو صلاحيت به لري او دواړه لوري به يې مني. د پرېکړي يوه برخه دا هم وه چي بايلونکى لوری به ګټونکي لوري ته پنځوس تورسترګي اوښان ورکوي او د دې تر څنګ به د لسو کالو لپاره وطن پرېږدي.

اميه مناظره وبايلل، هاشم ته يې پنځوس اوښان ورکړل او د لسوکالو لپاره شام (اوسنۍ سوريې) ته کډه سو؛ بس له همدې ځايه د بني هاشمو او بني اميه کورنيو تر منځ د تربګنۍ لړۍ پيل سوه.

د نبوي بعثت پر وخت د بني هاشمو مشرتوب د هاشم د زوى او د پېغمبر(ص) د نيکه عبدالمطلب د زامنو او پېغمبر(ص) د اکاګانو(ابوطالب، حمزه، عباس او ابي لهب) په لاس کي و او د بني اميه کورنۍ مشري د ابوسفيان، عفان او حکم په لاس کي وه.

کله چې پېغمبر(ص) نبوت اعلان کړ، نو بني اميه کورنۍ يې سخت مخالفت وکړ. د دې ټکر په لړ کي (ابوسفيان) له رسول اکرم (ص) سره وجنګېد، حضرت معاويه (رض) له حضرت علي (رض) سره جګړه وکړه او يزيد حضرت امام حسين (رض) شهيد کړ.

دا پېښه که څه هم لومړني څرکونه يې د تربورګلوۍ او قبيلويت رنګ لري، خو وروسته يې مذهبي بڼه غوره کړه او نن په مسلمانانو کي شيعه تر اهل سنتو وروسته دوهم لوی مذهب بلل کېږي او د محرم الحرام د مياشتي پر لسمه نېټه ځانګړي مذهبي مراسم جوړوي او د کربلا پېښه غندي.

البته د عاشورا لسمه له ادم (ع) څخه بيا تر دې دمه پوري يوه مهمه ورځ بلل کېږي. دا ورځ د کربلا تر پېښي مخکي هم مهمه او په دې ورځ خورا مهمي پېښي سوي دي. تر اسلام مخکي په نورو اديانو کي هم دا ورځ مهمه بلل سوې او لمانځل کېدل، خو د کربلا تر پېښي مخکي دا يادونه غم نه، بلکي خوشالي وه. نن دا ورځ هم اهل سنت او هم شيعه مذهبه مسلمانانو ته مهمه ده، خو د دې ورځي د يادولو بڼه او په دې اړه عقايد تر خپل منځ توپير سره لري

لیکوال : عبدالنافع همت

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.