The news is by your side.

پر داوود سلطانزوی د جنسي ځورونې تورونه

خبریال وېب پاڼه/ د کابل پر ښاروال داوود سلطانزوی د یوې انجلۍ د جنسي ځورونې تازه تورونه لګېدلي دي.

ښاروال داوود سلطانزوی پولیسو داسې مهال لیدلی چې یوه انجلۍ ورسره وه، په خواله رسنیو اوزې دي چې داوود سلطانزوی انجلۍ جنسي استفاده کړې، خبریال وېب پاڼه ته په لاس ورغلې ویډیو کې یوه انجلۍ د داوود سلطانزوی په دفتر کې د پولیسو تر منځ ښکاري.

پولیسو ته نزدې سرچینو خبریال وېب پاڼې ته تأیید کړې چې دوی د سلطانزوی له دفتره انجلۍ را بهر کړه خو په خپلو سترګو یې څه نه دي لیدلي.

د کابل ښاروال داوود سلطانزوی ته نزدې کسان بیا وایي، چې دا د کابل د ځمکو د مافیایي کړیو دسیسه ده، چې غواړي د کابل ښاروال داوود سلطانزوی بد نومی کړي.

تر دې دمه د ښاغلي سلطانزوی له لوري کوم غبرګون نه دی ښودل شوی. او حکومت هم د دې موضوع په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.

یوې لوړې رتبه امنیتي سرچینې خبریال وېب پاڼې ته ویلي، چې د موضوع په تړاو یې ولسمشرۍ ماڼۍ د څېړنو په پار خبره کړې، خو سرچینې د سلطانزوی له لوري د پېغلې د جنسي ځورونې موضوع نه رد او نه تأیید کړې.

پر خواله رسنیو خپاره شوي عکسونه ښیي چې انجلۍ امنیتي ځواکونو د سلطانزوی له دفتره بېولي او سلطانزوی اوس د پولیسو له لوري تر نظارت لاندې دی.

داوود سلطانزوی د روان کال په لومړۍ وري میاشت کې د ولسمشر اشرف غني په حکم د کابل ښاروال وټاکل شو په داسې حال کې چې د کابل د ښاروالۍ ریاست د څو کالو را په دې خوا د سرأسرت ښاروال له لوري اجرا کېده، خو اوس مهال د کابل ښاروال داوود سلطانزوی له کارونو او فعالیتونو هم کابل ښاریان چندان خوښ نه بریښي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.