The news is by your side.

ایا ۶۸ کلن ښاروال په خپل دفتر کې جنسي‌ ځورونه کولای شي؟‌

خبريال ويبپاڼه/ د پلازمينې کابل پر ښاروال دادو سلطان زوی د جنسي ځورنو تورنو هغه وخت زور واخيست چې ده ته منسوبه يوه ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوه.

خو اوس پوښتنه دا ده چې څنګه يو ۶۸ کلن ښاروال په خپل دفتر او يا نورو ځايونو کې جنسي ځورونې تر سره کوي.
خو که داموضوع سمه وي، او د کابل ښارول داود سلطان زوی په جسني ځورونکو او جنسي فساد کئ ښکليل وي ، نو د هغه امکاناتو ته په کتو ويل کيدای شي. چې هغه به نور ځايونه ، لوي کورنو داسي ډير ځايونه ولري چې دغه ډول جنسي ځوروني پکي تر سره کړي.

هغه ويډيو چې خبريال ويبپاڼې ته د ښاغلي سلطان زوی نيږدي کس راليږي په ويډيو کې يوه ځوانه پيغله چې غالبا ۲۰ کلنه به وي ښکاري په دغه ويډيو کې څو پوليس او ځني ملکي خلک هم ښکاري ، چې د ښاغلي سلطان زوی په دفتر کې ولاړ دي.
خو په ويډيو کې په ښکاره ډول نه دي ويل شوي او نه ښکارې هم چې ښاغلی سلطان زوی دې له دې انجلۍ سره په جنسي ځورونه کې ښکليل وي.

خو بل بيا د کابل ښاروالۍ يو لوړ پوړي چارواکو خبريال ويبپاڼې ته ويلي چې دا ويډيو د ځمکو.د مافيا له خوا جوړه شوي تر څو په سلطان زوی باندي د خپلو غصب کړو ځمکو اسناد قانوني کړي.
خو تر دې دمه دا موضوع پوره روښانه نه ده چې حقيقت څه شی دی.

بايد وویل شي چې د کابل ښار وال داود سلطان زوی څو.موده مخکي هم د هغو پيسو په غلا هم تورن شوی وو چې افغان حکومت د کرونا ځپلو لپاره ځانکړي کړي وې.

هيره دي نه وي چئ په دې ورستيو کې د افغان حکومت په دولتي ادارو کې د جنسي ځورنو راپورنه زيات شوي دي.
څو ورځي مخکې په پلازمينې کې يوې پولس افسري هم ادعا کړي وه چې د حوزي د امر له لوري څو ځله له جنسي ځورونو سره مخ شوي ده.

دا هم بايد وويل شي چې تر اوسه ددې موضوغ د رابرسيره کيدا په اړه دکابل ښاروالۍ او داود سلطان زوی څه نه دي ويلي.

خو يوې لوړپوړي امنتي سرچينې د موضوع حساس والي په خاطر يې د تاييد او نه تاييد په اړه خبريتل ويبپاڼې ته څه ونه ويل خو دغي امنيتي سرچينې خبريال ويبپاڼې ته وويل چې ارګ ته يې هم ددې موضوع په اړه خبر ورکړی دی.
دغې سرچينې زياته کړه چې دوی څيړنه کوي تر څو معلومه کړي چې حقيقت څه دي.
سرچينه زياتوي چې له څيړنې وروسته به دقيق جزيات له رسنيو سره شريک کړي.

خو په ټوله کې ويلای شو چې دغه ويډيو تر ډيره داسي ښکاري چې د ځمکو د مافيا له لوري يو پلان شوی کار دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.