The news is by your side.

د مصالحې عالي شورا نوملړ او وروستۍ ناندرۍ

خبريال ويبپاڼه /د تيرې جمعي په ورځ(د اګست ۲۹) د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د يوه فرمان د لاسليک وروسته د مصالحې عالي شورا د غړو نوملړ د ډاکټر عبدالله په مشرۍ اعلان شو.

که څه هم دغه نوملړ له ډيرو نانندريو او جنجالونو وروسته اعلان شو. خو د مصالحي عالي شورا د غړو د نوملړ له اعلان يوه ورځ وروسته د مصالحي عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او غړو يې پر دې نوملړ نيوکي وکړي او هغه يې نيکړی وبلل.

د روغې جوړې د عالي شورا د مشر له خوا ويل شوي چې دا نوملړ دوی ته د منلو نه دی ځکه هغوی استدلال کوي چې ارګ او ولسمشرۍ ماڼي ددې نوملړ په جوړولو کې له دوی سره مشوره نه ده کړي ، او زياتوي چې ولسمشر غني ځيني داسې اشخاص په دغه نوملړ کې ور اضافه کړي چې تر دې مخکې اصلا د مصتلحې عالي شورا مشر خبر نه وو.

دغه نوملړ چې له ۲۸ بانفوذو اشخاصو څخه جوړ دی ۱۹ تنه يې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون جهادي او سياسي مشران دي چې له هغې ډلې ګلبدالدين حکمتيار ، کريم خليلي، عبدالرب رسول سياف، او دجمعت ګوند مشر صلاح الدين رباني او يو شمير نور با نفوذه اشخاص دي.

د مصالحي د عالي شورا د مشر داکټر عبدالله عبدالله وروسته دويم د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی هغه څوک وو چې ددې شورا له وروستي اعلان شوي نوملړ سره يې خپل مخالفت څرګند کړ.

ښاغلي کرزي وويل چې دی نه غواړي په يوه دولتي چوکاټ کې د سولې لپاره کار وکړي. بلکي دی له خپل شخصي ادرسه د سولي لپاره هلو ځلو ته تيار دی.

د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي وروسته د اسلامي ګوند مشر ګلبدالدين حکمتيار هم ددې نوملړ څخه پريکون اعلان کړ او دا يې هم وويل چې دی هيڅ خبر نه وو خو ولسمشرۍ ماڼۍ يې د مصالحې د عالي په نوملړ کې نوم ليکلی وو.

له ګلبدين حکمتيار وروسته ، عبدالرب رسول سياف ، محمد محقيق ، کريم خليلي ، يونس قاني او جمعت ګوند مشر صلاح الدين رباني هغه څوک دي چې تر اوسه يې ددې نوملړ د تاييد او نه تاييد په اړه څه نه دي ويلي.

د جمعت ګوند هم په خبر پاڼه کې ويلي چې ددې ګوند مشر صلاح الدين رباني نه غواړي ددغه وروستي اعلان شوي نوملړ له مخې کار وکړي.
په اعلاميه کې ويل شوي چې له جمعت ګوند هم مخکي په دې تړاو چا خبري نه دي کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.