The news is by your side.

د سولي د عملي پلان لپاره پاکستان او افغانستان ګډه غونډ جوړوي

خبريال ويبپاڼه / د افغانستان او پاکستان له بهرنيو چارو وزات څخه په جلا ، جلا خپرو شوو خبر پاڼو کې ويل شوي چې افغانستان او پاکستان غواړي د سولي د عملي پلان د پلي کولو لپاره په پلازمينه کابل کې دوه اړخيزه غونډه جوړه کړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د خبر پاڼي له مخې په دغه غونډده کې د دواړو هيوادونو د بهرنيو چارو مرستيال وزيزان برخه اخلي.

خبر پاڼه زياتوي چې ياده غونډه د کابل او اسلام اباد د اړيکو په ټينګښت کې خورا اغيزمنه تماميدای شي.

په خبر پاڼه کې ويل شوي چې ياده دوه اړخيزه غونډه به نن دوشنبه په پلازمينه کابل کې نر سره شي. د اعلاميې په وينا غونډه په عملي ډول په پنځو ډلګيو ويشل شوي چې له ترهګرۍ سره په جکړې ، سولې ، اقتصادي ، او امنتي همکاريو ، کډوالۍ او سياسي همکاريو تر څنګ د افغان سولي په اوسني وضعت به هم خبري اتري وشي.

بايد وويل شي چې د سولې عملي پلان غونډه په پلازميني کابل کې په داسي حال کې جوړيږي چې تيره اوني د پاکستان لومړي وزير عمران خان او د افغان سولې د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم د افغان سولي په تړاو يو له بل سره ټیليفوني خبري اترې وکړې.
د پاکستان لومړي وزير د مصالحي عالي شورا مشر ته ډاډ ورکړ چې ډير ژر به بين الافغاني مذاکرات پيل شي.

د افغان سولې موضوع له هغه وروسته ګرميږي چې د طالبانو د قطر دفتر مشرتابه پلاوي څه موده مخکې پاکستان ته سفر وکړ.
که څه هم ددې پلاوې د سفر مشخصه اجنډا معلومه نه وه خو د طالبانو د قطر دفتر سياسي وياند سوهيل شاهين رسنيو ته ويلي وو چې د طالب مشرانو.د سفر موخه پاکستان ته پر افغان سولې له پاکستاني چاوراو سره خبري اتري کول دي.
طالب مشرانو د پاکستان له سفر وروسته سم دلاسه ۲۱ کسيز د سولې د مرکچي پلاوي نوملړ اعلان کړ.
ددغه مرکچي پلاوي مشري شير محمد عباس ستانکزی کوي.
ښاغلي ستانکزي رويټرز خبري اژانس ته ويلي وو چې طالبانو مشرانو داسي مرکچي پلاوی ټاکلی چې له هر ډول صلاحيت څخه برخمن دی.

ستانکزي دا هم وويل چ که افغان حکومت د دوی پاتي ۳۲۰ بنديان خوشي کړي دوی بين الافغاني خبرو ته تيار دي.
خو افغان حکومت د ۳۲۰ طالب بنديانو د خوشي کولو لپاره دا شرط ايښي چې طالبان دي هم ۲۰۰ افغان کومانډويان او پليوټان خوشي کړي چې له طالبانو.سره بندي دي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.