The news is by your side.

د عاشورا د ورځي په مناسب د ويني مرکزي بانګ ته ۸ لکه سي سي وينه ډالۍ شوه

خبريال ويبپاڼه/ پرون د اګست ۳۰ په ټول افغانستان کې عمومي رخصتي او د عاشورا يا محرم الاحرام مياشتي لمسه په ځانګړو مراسمو ولمانځل شوه.

دغه ورځ چې په ټوله اسلامي نړي په تيره بيا په ايران او افغانستان کې د اهل تشعيو له خوا په ځانګړو ديني مراسمو لمانځل کيږي.
پرون دغه د عاشورا يا محرالاحرام ورځ په افغانستان کې په ځانګړو مراسمو ولمانځل شو. چې د پلازميني کابل پر ګډون په ټول هيواد کې په سخت امنتي تدابير ددې ورځ په مناسبت نيول شوو.
بايد وويل شي چې ددې ورځې تر پايه کوم امنتي پيښې رامنځته نه شوه.

خو بل پلو بيا نن د افغانستان روغتيا وزارت ويلي چې پرون تيره ورځ د عاشورا د ورځي په مناسب يوازي په پلازمينه کابل کې د ويني مرکز ته څه باندي ۴ لکه سي سي وينه ډالۍ شوه.

د افغانستان د ويني مرکزي بانګ مشر عنايت الله هاشمي رسنيو ته ويلي چې پر پلازمينه کابل سربيره په نورو ولايتو کې هم تر دې زياته وينه د افعانستان دوينې مرکزي بانګ ته ډالۍ شوي.

ښاغلي هاشمي زياته کړی چې ډيری خلک په خپله خوښه دغه بانګ ته ورغلي او وينه يې ډالۍ کړي.
خو هاشمي دا هم وويل چې د ويني مرکزي باند کاکورونکي هم تکيه خانو ته ورغلي وو او له هغوی څخه يې په رضا کار ډول وينه اخيستي ده.

د افغانستان د ويني مرکزي بانګ مشر وايې چې دذې مياشتي په نورو عادي ورځو کې هم خلک دغه بانګ ته وينه ډالۍ کوي د هغه په وينا شايد د وينې د ورکړۍ دغه لړۍ د محرم الاحرام مياشتي تر پايه وغزيږې.
دا هم بايد وويل شي د افعانستان په جنوب کندهار کې هم ګنو اهل تشعيو افغانانو له خوا د وينې مرکزي باند ته ۱۹۰۰۰ سي سي وينه ډالۍ کړه.

هيره دې نه وي چې د عاشورا په مناست يوازي په پلازمينه کابل کې تر ۴۰۰۰ زياتو امنتي ځواکونو برخه لرله او ددې ځواکونو تر څنګ ۱۰۰۰۰ لس زره اهل تعشيو رضارکار هم برخه لره.

د عاشورا ورځ په داسې حال کې بغير له کومي امنتي پيښې تر سره شوه چې تر دې مخکې لوړپوړو دولتي چارواکو انديښنه ښودلي وه او ويلي وو چې د داعش په همغږۍ ځيني تروريستي ډلي غواړي په افغانستان کې د عاشورا په مراسمو بريدونه وکړي.

چې له هغې ډلي د ولسمشر لومړي مرستيال سرور دامش خبردری ورکړی وو چې له طالبان د جلا شوي ډلي مشر ملامنان نيازی پلان لري په پلازمينه کابل کې په تکيه خانو بريدونه وکړي.

يوه بل مخکښ سايست وال کريم خليلي هم ورته انديښنه ښودلي وه او ويلي يې چې ځيني تروریستی ډلي غواړي پع پلازمينه کابل کې د اهل تشعيو پر عبادت ځايونو بريدنو او چاودنې وکړي.

هيره دي نه وي چې څو ځله مخکي هم د عاشورا په مراسمو ډير ځله مرګوني بريدونه او چاودني شوي دي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.