د زنګانه درد او کورنۍ درملنه يې
خبريال ويبپاڼه /د زنګانه درد له هغو ناروغيو څخه ده چې په اوسني وخت خورا پريمانه او زيات شمير وګړي پري اخته دي.
په دغه ناروغۍ ځوانان د پاخه عمر خلک په تيره بيا ښځي او زاړه خلک ډير پرې اخته کيږي.
دزنګانه د درد علت څه شی دی؟
د زنګانه د درد علتونه ډير او بيلابيل دي چې په لنډ ډول بې څو علتونو اشاره وکړو.
۱: زړښت يا د عمر تيريدل د زمګانه د درد تر ټولو لوی لا مل دی کله چې د انسان عمر زيات شي نو په همغاغه اندازه يې د بدن مقاومت هم کمزوری کيږي.
۲: زيات جنسي فعاليت کول.
له زړښت وروسته د زنګانه د درد اصلي لامل زيات جنسي فعاليت کول دي او يا بې ترتيبه او په نامنظم ډول جنسي فعاليت کول دي.
مثلا د نوي ځوانۍ په عمر کې بې حده زيات جنسي فعاليت کول چې وروسته بيا له هره اړخه انسان کمزوري کوي له فکري ذهني او بدني اړخه.
د زنګانه درد لاملونه د زنګانه په برخه کې ضربه ، زور ،زخم او يا روماتيزوم يا دولای شو.
د زنګانه د درد کورنۍ درملنه
سره مرچ په سرو مرچو د کاپسين په نامه ماده شتون لزي چې د تودوخې د زيات والي سبب ګرځي، دغه ماده په بدن کې د ويني جريان تيزوي.
که د سرو مرچو پوډر په يوه قاچوغه د زيتون تيلو کې ګډ کړو د زنګانه په هغه برخه يې وموښو چې درد کوي ډير ژر به مو درد ارام شي.
د مڼي مربا
دغه حيرانونکی مخلوط کولای شي د زنګانه په برخه کې هغه پاړسوب او رسوبات له منځه يوسي چې زموږ په زنګانه کې رامنځته شوي وي.
د زنګانه د درد لپاره کولائ شئ د مڼې مربا وخورئ.
هيره دې نه وي چې د مڼې د مربا ځو قاجوغي په نيم کرمه اوبه کې واچوئ او يوه قاچوغه د زيتون تيل هم ور اضافه کړئ تر ۳۰ دقيقو پوري خپله پښه په دغه مخلوظ کې ونسي انشالله د زنګانه درد به مو ارام شي.
ادرک هم د زنګانه درد اراموي
که مو زنګون له زوره او يا زخم څخه درد کوي ادرک وخورئ.
ادرک چې د ضدالتهابي خاصيت په درلود کولای شي زموو د بدن دردونه ارام کړي.
۲۰ ګرامه د ادرکو پوډر په يو قاچوغه زيتون تيلو.کې واچوئ او هره ورځ يې دوه ځله پري غوړوئ تر څو چې د زنګون درد مو ارام شي.
ليمو او د زنګانه درد
د ليمو اوبه په يوه کيلاس اوبه کې واچوئ او يوه قاچوغه د زيتون تيل ور اضافه کړئ وروسته يې په زنګانه وموښئ.
زرچوبه يا کورکمن
کوکمن چې د درد ضد خصيت لري کولای شي زموږ د بدن دردونه ارام کړي.
کورکمن ډير قوي ضد التهابي او اتني اکسدني خاصيت هم لري چې کولای چې د ځينو زخمونو په ژر رغيدو کې له موږ سره مرسته وکړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.