The news is by your side.

د کرکټ د پر مختګ لپاره د فرهان یوسفزي یوبل مهم ګام !

خبریال وېبپاڼه د افغانستان د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزی په یوه بې ساري ګام کې د کرکټ د ډسپلین کومېټې ته د سمون په موخه د کرکټ بورډ پخوانی منیجر نوید صایم کاکړ معریفي کړ.‌

د افغانستان کرکټ پوهه افغان ژورنالیست جعفر هاند وايي چې صایم کاکړ د نړۍ وال جام وروسته د عاطف مشعل له لوري ‌ځکه له دندې لیري ‌کړل شو چې ځینو لوبغاړو ته یې ځانګړې آزادي ‌نه وه ورکړې.

نوید صایم کاکړ چې په کرکټ بورډ کې ژوره تجربه لري د ۲۰۱۴ کال نه تر ۲۰۱۹ کال پوري د افغانستان د ۱۹ کلنو د ملي ټیم منیجر وو.

په ۲۰۱۷ کولایفای راونډ کې چې ۶ ټیمونو ګډون په کې کړی وو او دا لوبي په سینګاپور کې وشوې او منیجري یې نوید صایم کاکړ کوله افغان لوبډله په بریا له نورو وړاندي شوه او د نړۍ وال جام لپاره کوالي ‌فایډ شوه .

د هیواد ۱۹ کلنو لوبغاړو په ۲۰۱۸ کال کې چې منیجري یې بیا هم  ښاغلي ‌کاکړ وو د اسیا جام وګاټه. دا جام په ملیشیا کې وشو چې پاکستان ، هندوستان، بنګله دېش، سریلانکا او نیپال ونډه پکې درلوده. د دې کپ خوند په دې کې وو چې پاکستان په لمړي‌ او اخره لوبه کې افغان ځوانانو په لوی بري مات کړاو دواړي ‌لوبي یې ترې وګټلې.

په هم دغه کال یې د بنګلدیش نه د پنځه لوبو سیریز کې ۴ لوبي هم ګټلې وې او دا پرمختګونه ددې سبب شول چې نوید صایم کاکړ د نړۍ وال جام لپاره د کرکټ بورډ‌ له لوري ‌د منیجر په توګه په دنده وګومارل شي.

د ۲۰۱۹ کال تر نړۍ وال جام وړاندي د نوید صایم کاکړ د منیجري‌ په پایله کې افغان ملي‌ ټیم په هندوستان کې له ارلینډ سره د ۵۰ اوریزه لوبو سریز وکړ او افغانانو وګاټه.

تر دغه لوبه وروسته ټیسټ میچ هم وشو چې افغان ملي‌ټیم وګاټه.

البته د ۲۰ اوریزه لوبو سریز له ایرلینډ سره مساوي شو؛‌ هم دا علت وو چې خلک د نوید صایم مدریت ته خوشحاله وو خو د نړۍ وال جام په دوران کې چې کله دافغان لوبغاړو ترمنځ اختلافات را وځېږېدل نو د عاطف مشعل له لوري پر نوید صایم کاکړ فشارونه زیات شول؛‌عاطف مشعل هغه وخت د کرکټ‌بورډ غړی وو.

نوید صایم کاکړ وايي‌ چې ښاغلي‌ مشعل د ځینو لوبغاړو لپاره ځانګړي امتیازات، تحفې او ځانګړې پاملرنه غوښته چې د صایم کاکړ په وینا ده یې مخالفت کاوه او هم دا خبره په کرکټ بورډ کې د هغه د لیري کېدو سبب شوه.

خو اوس د کرکټ بورډ چرمین فرهان یوسفزي د نوید صایم کاري ‌تجربوته په کتلو سره نوموړی دافغانستان د ملي ‌ټیم د ډسپلین کومېټې ته د مرستیال په توګه ور دننه کړ چې د همدغې کومېټې د مشر الله داد نوري‌ سره د ډسپیلین کومیټه پیاوړې کړي.

د فرهان یوسفزي دا پرېکړه په کور دننه کرکټ کې زیاته ستایل شوې او د نوموړي‌پر ښه مدریت په خواله رسنیو کې زیاتې لیکنې شوې دي.

خلک وايي ‌که فرهان یوسفزی په هم دې ډول د کرکټ بورډ د سمون په موخه کارونه وکړي‌ښايي کرکټ له اوسني ‌حالت نه سم لورته لاړ شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.