The news is by your side.

اتمر: له پاکستان څخه مرستي نه غواړو بلکې دا هيواد دې ترهګر نه روزي

خبريال ويبپاڼه /د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير محمد اتمر پرون دوشنبه ماښام د( اګست ۳۱) د يوې غونډي په ترڅ کې د پاکستان د بهرنيو چارو مرسيال وزير سهيل محمود ته مخامخ وويل چې له پاکستان څخه په نورو برخو کې مرسته نه غواړو بلکي دغه هيواد دې ترهګر نه روزې ، او د افغانستان په سرحدي سيمو دې توغندي نه ولي.

بايد وويل شي چې پرون دوشنبه په پلازمينه کې د پاکستان او افغانستان د بهرنيو چارو د مرستيال وزيرانو تر منځ د سولي د عملي پلان تر نامه لاندي ګونډه تايره شوه.

د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې په وينا ياده غونډه په عملي ډول په پنځو ډلګيو ويشل شوي وه چې له ترهګرۍ سره په جکړې ، سولې ، اقتصادي ، او امنتي همکاريو ، کډوالۍ او سياسي همکاريو تر څنګ د افغان سولي په اوسني وضعت به هم خبري اتري وشي.

بايد وويل شي چې د سولې عملي پلان غونډه په پلازميني کابل کې په داسي حال کې جوړيږي چې تيره اوني د پاکستان لومړي وزير عمران خان او د افغان سولې د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم د افغان سولي په تړاو يو له بل سره ټیليفوني خبري اترې وکړې.

د پاکستان لومړي وزير د مصالحي عالي شورا مشر ته ډاډ ورکړ چې ډير ژر به بين الافغاني مذاکرات پيل شي.

د افغان سولې موضوع له هغه وروسته ګرميږي چې د طالبانو د قطر دفتر مشرتابه پلاوي څه موده مخکې پاکستان ته سفر وکړ.
که څه هم ددې پلاوې د سفر مشخصه اجنډا معلومه نه وه خو د طالبانو د قطر دفتر سياسي وياند سوهيل شاهين رسنيو ته ويلي وو چې د طالب مشرانو.د سفر موخه پاکستان ته پر افغان سولې له پاکستاني چاوراو سره خبري اتري کول دي.
طالب مشرانو د پاکستان له سفر وروسته سم دلاسه ۲۱ کسيز د سولې د مرکچي پلاوي نوملړ اعلان کړ.
ددغه مرکچي پلاوي مشري شير محمد عباس ستانکزی کوي.
ښاغلي ستانکزي رويټرز خبري اژانس ته ويلي وو چې طالبانو مشرانو داسي مرکچي پلاوی ټاکلی چې له هر ډول صلاحيت څخه برخمن دی.

ستانکزي دا هم وويل چ که افغان حکومت د دوی پاتي ۳۲۰ بنديان خوشي کړي دوی بين الافغاني خبرو ته تيار دي.
خو افغان حکومت د ۳۲۰ طالب بنديانو د خوشي کولو لپاره دا شرط ايښي چې طالبان دي هم ۲۰۰ افغان کومانډويان او پليوټان خوشي کړي چې له طالبانو.سره بندي دي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.