The news is by your side.

د ۱۰۰ نورو طالب بنديانو خوشي کيدل او د اروبند شونتيا

خبريال ويبپاڼه / پرون يوې امنتي سرچیني رسنۍ ته ويلي چې حکومت غواړي پاتي ۳۲۰ تنه خطرناک طالب زندانيان له ډلې يې ۱۰۰’ تنه طالب زندانيان له څرخي پله خوشي کړي.

خو اوس تازه يوې حکومتي سرچيني رسنيو ته ويلي چې تير ماښام تياره يې له څرخي پله ۱۰۰ طالب زندانيان خوشي کړي دي.

دغې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط ازاذي راډيو ته ويلي چې د پاتي نورو طالب زندانيانو د خوشي کيدا لړۍ به ډير ژر پيل شي.

که څه هم طالب زندانيان د شپې په تياره کې خوشي شول خو بيا هم هلته د رستيو استازو ااو خبريالانو ځانونه ور رسولي وو. له خبريالانو سره په خبرو کې طالب خوشي شوي بنديان ډير خوشاله ښکاريدل.
څو.تنو د ازادي راډيو خبريال ته ويلي وو چې دوی ډير خوشاله دي چې يو ځل بيا له خپلي کورنۍ سره ويني او دې ته هيله مند دي چې په افغانستان کې يوه دايمي سوله راشي.

بايد وويل وشي په دغه خوشي طالب زندانيانو کې داسي کسان هم چې ۷ کاله ۸ کاله ان تر ۱۸ کاله يې له افغان حکومت سره په بند کې تيره کړي وه. او ځيني خو يې ان په اعدام هم محکوم شوي وه.

افغان حکومت تر اوسه په رسمي بڼه څه نه دي ويلي چې د پاتي طالب زندانيانو لړۍ به کله ختميږي. خو يوې حکومتي سرچينې رسنيو ته ويلي تر راتلونکي چهارشنبې پورې به د پاتي طالب زندانيانو د خوشي کيدو لړۍ تمامه شې.

دغې سرچيني دا هم ويلي د طالب زندانيانو د خوشي کيدو د لړۍ له ختميدو وروسته به سم دلاسه به د سولې مرکچي پلاوي د قطر پلازمينې دوحې ته ولاړ شي او هلته به د طالبانو د مرکچي پلاوي سره د سولي په خپل منځي خبرو اترو باندي بحث وکړي.

هيره دي نه وي چې څه موده مخکي د طالبانو د قطر دفتر مشرتابه پلاوي هم د سولي بين الاافغاني مذارکراتو لپاره د شير محمد عباس ستانکزي په مشرۍ ۲۱ کسيز پلاوی اعلان کړ.

طالبانو څو څو ځله په خپلو خبرو کې ويلي چې د طالب زندانيانو له خوشي کيدا وروسته به ډير د یولي بين الافغاني مذاکرات پيل او په اوربند به خبري اتري وشي.

د يادولو وړ ده چې يوه اونۍ مخکې د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم په خبري غونډه کې ويلي وو چې ډير ژر به بين الافغاني مذاکرات پيل شي.

داسې ښکاري چې طالب مشران د پاکستان له سفر وروسته د اوربند او د بين الافعاني مذاکرات ژر پيل ته قانع شوي.
که څه هم د طالبانو له خوا يوازيني شرط د پاتي طالب زندانيانو خوشي کيدا ده. چې اوس هغه هم په پوره کيدا ده.

بايد وويل چې دتيره مياشت د سولي مشورتي لويه جرګي د ۴۰۰ طالب بنديانو.د خوشي کيدا پريکړه وکړه.چې وروسته افغان ولسمشر هم ددغه ۴۰۰ طالب زندانيانو.د خوشي کيدا فرمان لاسليک کړ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance