The news is by your side.

له وخت څخه مخکي مو ويښتان ولي سپينږي درملنه يې څه ده؟

خبريال ويبپاڼه /په تيرو وختونو کې به سيپن ويښتان د زړښت نښه بلل کيده خو اوس داسي نه ده بلکي د ډيرو پيغلو او ځوانانو ويښتان سپين دي. که تاسو هم له دې ستونزي څخه ځورپږي يعني د سر ويښتان مو مخکي له وخت څخه سيين شوي نو حتمن مو په بدن کې ځيني پيچلي بيلوژيکي ستونزي شته ، بايد درملنه يې وکړئ.

اوس ډير وخت ليدل کيږي چې آن ۱۶ کلن تنکي ځوانانو هم د ويښتانو د سپيندو په لور روان دي. دا ځکه چې په اوس وخت کې ډيری ځوانان په اروايې ناروغيو اخته دي.

ولي مو ويښتان سپينيږي؟

کله چې موږ له ډير ذهني بوج سره مخ يو يا په بدن کې کومه بله بيلوژيکي ستونزه وي. نو په طبعي ډول مو ويښتانو د رنګ ورکولو اله (ميلانوسايټ) کمزوری کيږي او له فعاليت څخه غورځي. نو له همدي امله مو ويښتان سپينيزي.

د ويښتانو د سپيندا يو بل علت په بدن کې د ويټامين بی ۱۲ کمښت دی کله چې زموږ په بدن کې ويټامين بي ۱۲ کم شي نو زموږ ويښتان سپينيږي.

د هايدروجن پراکسايد زياتوالی!

کله چې زموږ په ويښتانو باندي د هايدورجن پراکسايد اندازه زياته شي نو ويښتان مو سپينږي دا ځکه چې هايدروجن پرواکسآيد په شامپوګانو کې په پراخه پيمانه شتون لري.

ارثي علت

د ځينو حلکو د ويښتانو د سپييندا علت د هغوی ارثي مسله وي يا دا چې د هغوی د ويښتانو سپيندا د هغوی له موره يا پلاره هغوی ته په ميراث پاتي وي.

ناسالمي غذاوي خوړل

په اوس وخت کې تر ډيره غذاوي ډيري ناسالمي او له هر ډول توکو څخه جوړيږي چې دا هم د ويښتانو.د سپيندو باعث ګرځي.

د سکريټ څکول

د سکريټ څکول د نورو ناروغيو.تر څنګ د ويښتانو د سپيندا لامل هم ګرځي. ځکه سکريت مو دوينی جريان سستوي او وينه نشي کولای په پوره اندازه تر ويښتانو.ورسيږي.

اروايې ناورغي

د نفسياتي ناروغيو د پوهانو په وينا وسواس، ذهني بوج ، غم ، او داسي نورې رواني ستونزي هم د ويښنانو.د سپيندا باعث ګرځي.
دغه پوهان وايې چې نزله هم ډير ژر ويښتان سپينوي.

د ويښتانو.د سپيندو کورنۍ درملنه

شين چای او.مالګه
شين چای په اوبو کې په ښه ډول اوخوټوئ له هغه وروسته چې نيم ګرمه شو په مناسبه اندازه مالګه اور اضافه او تر ۳۰ دقيقو پوري په ويښتانو پریږدئ.

د کونجتو تيل
د کنجتو تيل مو د مخکي له وخت څخه د ويښتانو د سپيندو مخه نيسې.
طريقه استمال
لومړي اوبه ګرمې کړئ ۳ قاچوغي د کنجتو تيل ور اضافه کړئ وروسته له ليږ شامپو سره سر پرې ووينځئ.

هګۍ او نګريزي.

هکي چې د پروټين خورا زياته ذخيره لري د ويښتانو د ټنګښت او د سپيندا د ومخنوي لپاره خورا ګټور خواړ دي.
که هګۍ او نکريزي سره يوځای کړي او تر غسل لس دقيقې مخکې سر او وييښتان پرې غوړ کړئ. کله چې ښه وچ شو له هغه وروسته مو ويښتان ووينځئ.

لميو او پياز

دغه دواړ خواړه د ويښتانو لپاره خورا ګټور دي.
لميو او د پيازو اوبه سره يو ځای کړئ پر ويښتانو مو يې وموښئ دغه چاره به مو ويښتان مخکي له وخت څخه نه سپينوي.

زيتون تيل

زيتون تيل زموږ د ويښتانو له ودې سره مرسته کوي دغه تيل کولای شي زموږ د ويښتانو د سپنيدا مخه ونيسې.

د کوپري تيل

کوپري تيل هم د پروټينو پراخه ذخيره لزي چې کولای زموږ ويښتان له تييدو او سپيندو څخه وساتي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.