The news is by your side.

د ارګ د يوه ماشوم سپين درواغ

خبريال ويبپاڼه/پر پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د څلور سوه ميليونه د وروکړي ادعا د ارګ يوه کارکونکي چې ځان د ولسمشر غني سلارۍ ته منسوبي کړيده.

دغه ښاغلي ليکلي چې ارګ هر کال پخواني ولسمشر حامد کرزي ته ۴۰۰ ميليونه افغانۍ ورکوي، د کور ، دفتر او ګادانو مصارف يې هم د دولت پر غاړه دي.

که رښتا هم ارګ هر کال ولسمشر حامد کرزي ته د باج په ډول ۴۰۰ ميليونه افغانۍ ورکوي او يا داسي نور توکي موټر او وسايط ورکوي.

تر حامد کرزي ارګ، او پر ارګ واکمنه کړۍ ډيره ملامته ده دا ځکه دا ارګ دی چې دغسي او دې ورته باج ورکونکو ته يې زمينه برابره کړي.باج ورکوي ، رشوت ورکوي، سياسي معميلي کوي. د ولس په سر سودا کوي ددې غريب ولس له بدنه غوښي را شوکوي او په باج اخيستونکو يې ويشي.
خو کله چې په سياسي جوړ جاړي کې سره جوړ نشي بيا پر خپله ارګ او پر ارګ واکمنه کړۍ دغه باج د يوه سياسي فشار په توګه کاروي.

ولي دا ارګ ولس ته نه افشا کوي چې څوک څومره باج وړي څومره غلا کوي او د څومره نوري غلا پلان يې نيولی. ځکه ارګ په خپله ډيری وخت په دغسي قضيو کې شامل دی.

ولي د رباني د زوی ، عطا نور ، سياف ، نور خرتو لغط باج او غلا نه افشا کيږي؟
ولي د هغوی په اړه څه نه ويل کيږي چې په پنځه مياشتي کې ۲۰۰ زره يرو غلا کوي.
ولي ارګ د هغه چا د فحشا ، غلا او جنسي فساد په اړه څه نه وايې چې هره ورځ په لکونو روپۍ له کمرکونو څخه د باج په ډول اخلي.

که دا هر څه همداسي روان وي هر چور واکی او هر غل او فساد په خلاص مټ ګرځي. او ارګ په رډو رډو ورته ګوري څه نه ورته وايې يا خو يې ارګ شريک دی او يا ډير ناتوانه دی. د ولس له حق څخه ساتنه نشي کولای. د ولس ابرو او عزت نشي خوندي کولای.

خو خبره همدا ده چې ارګ او پر ارګ واکمنه کړۍ هغه څوک ځپي چې ارام سوليز او له دوی سره په کومه شوړه کې برخه نه اخلي، کوم سياسي جوړجاړی ورسره نه کوي، په ولس يې خوا بديږي ، د ولس وينه نه خورې.

هو! ولسمشر کرزي هم همداسي وکړل د ارګ خبره يې ونه منله د هغوی د شوړې خلاف کار يې وکړ.

نو ځکه اوس به خود د ارګ يو ماشوم را ولاړيږي په يوه ولسمشر به د باج تور لګوي. هغه به په دې تورنويوني چې هر کال ورته ۴۰۰ ميليونه افغانۍ ورکوي.
چې حالانکې داسي نه ده.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر د ولسمشرۍ ماڼۍ د يو تن سلاکار عارف صميم هغه ادعا رد کړه، چې ګوندې حکومت د حامد کرزي دفتر ته د کال ٤٠٠ ميليونه افغانۍ لګښت ورکوي.
د کرزي له دفتر څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حکومت يواځې ١٢ ميليونه افغانۍ د ټول کار لپاره د پخواني ولسمشر ددفتر د لګښتونو لپاره ورکوي
سرچينې ويلي چې د پخواني ولسمشر د سفرونو او درملنې لګښت چې په قانون کې يې يادونه هم شوې، تر اوسه نه ده اخيستل شوې .

خبره د پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د روپي د روکړي ده.
دا واضح ، ښکاره او په ډاګه ده او د هر هيواد په په قانون شته چې د هيواد مشر بايد وروسته له دندي هم یو لړ امتيازات ولري دولت مکلف دی چې ولسمشر د کور ، ګارد امنيت ساتنه او مالي مصارف ورکړي.

چې عطا نور، صلاح الدين رباني، ملسم يار داسې نور هره ورځ په لکونو افغانۍ له کمرکونو غلا کوي ، د زور او باج په ډول يې له خلکو وړي دولتي وسايط کورنه ،ځمکې او داسي نور څه په زور کاروي.

نو ولسمشر کرزی هم حق لري د يو داسي ريس حمهور په توګه چې خپل ټول واک او صلاحيت يې د افغانستان په تاريخ په ډير سولبيز ډول يوه بل چاته وسپاره. تر اوسه هيڅ داسي نه دي پيدا شوي چې د کرزي ګارد يا شخصي ځواکونو دې پر ظلم کړی وي ، يا دې يې غلا تري کړي وي او دې يې باج په زوره ترې اخيستی وي.

همدا ولسمشر کرزی دی چې له واک را ورسته تر اوسه ارام ناست له کومي ډلي ټپلي سره يې لاس نه دی يو کړی. د دولت په ضد نه دی راپورته شوي. کومه وران کاري يې نه ده کړي.

نو تاسو وواياست ولسمشر کرزی حق نه لري چې د يوه داسې ریس جمهور په توګه چې افغانستان هيڅ نظام نه درلود د نظام خاوند يې کړ ، ډلي ټپلي ، ګوند يې په يو ټغر راټول کړل.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.