د مصالحي عالي شورا: د بين افغاني مذاکراتو پيل او اوربند ته نږدې شوی يو

خبريال ويبپاڼه /د مصالحي عالي شورا وياند فريدون خځون رسنيو ته ويلي چې د طالب زندانيانو د خوشي کيدا لړۍ به ډير ژر بشپړه شي. او د بين الاافغاني مذاکراتوبه ډير ژر پيل شي د مذاکرتو له پيليدا وروسته او په راتلونکي څو ورځو کې د اوریند شونتيا شته.

ښاغلي خوځون زياته کړه چې د افغان حکومت له خوا ټاکل شوی د سولي مرکچي پلاوی د قطر پلازمينې دوحي ته د تګ بشپړ چمتوالی لري.

يوې سرچيني رسنيو ته ويلي چې افغان حکومت په پام کې لري د نن ورځي تر يايه د طالب زندانيانو پاتي ۱۰۰ تنه نور هم خوشي کړي.
سرچينه زياتوي چې طالبانو هم منلي چې د افغان پوځ ۲ نور کوامانډويان خوشي کړي. چې له دې سره به د طالب زندانيانو د خوشي کيدا لړۍ بشپړه شي.

بايد ويل چې د هغه ۴۰۰ خطرناکو طالب زندانيانو له ډلې يې ۸۰ تنه د سولی مشورتي لويې جرګې له پريکړي او د ولسمشر محمد اشرف غني له فرمان وروسته سم دلاسه خوشي شول.

خو دپاتي ۳۲۰ نورو طالب زندانيانو د خوشي کيدا په سره په په نړيواله کچه او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ ناندريۍ او جنجالونه رامنځته شول.
چې له دوو اونيو ځنډ وروسته لومړۍ چپه ۴۷ تنه طالب بنديان د دوشنبې ماښام تياره له څرخي پله ازاد شول. له هغه وروسته پرون ماښام ناوخته هم افغان حکومت اعلان وکړ چې ۱۵۳ تنه نور طالب زندانيان يې خوشي کړل.

چې اوس يوازي له افغان حکومت سره د هغه خطرناکو ۴۰۰ طالب زندانيانو له ډلي يوازي ۱۰۰ تنه طالب زندانيان پاتي دي خو د سرچينې په خیره دغه پاتي ۱۰۰ تنه به هم د نن ورځي تر پايه خوشي کړاي شي.

داسي ويل کيږي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ يوه پټه هوکړه شوي چې افغان حکومت به د هرکومانډيې په سر به ۵ تنه طالب زندانيان خوشي کوي چې دا هم د هغې لړۍ يوه برخه ده.

بل پلو بيا طالبانو هم ويلي چې دوی هم د افغان پوځ ۴ کومانډويان خوشي کړل چې له دوی سره په بند کې وه.
داسي ويل کيږي دغه کومانډويان د کندهار د والي دفتر ته سپارل شوي.
خو تر اوسه رسمي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغې سرچيني دا هم ويلي د طالب زندانيانو د خوشي کيدو د لړۍ له ختميدو وروسته به سم دلاسه به د سولې مرکچي پلاوي د قطر پلازمينې دوحې ته ولاړ شي او هلته به د طالبانو د مرکچي پلاوي سره د سولي په خپل منځي خبرو اترو باندي بحث وکړي.

هيره دي نه وي چې څه موده مخکي د طالبانو د قطر دفتر مشرتابه پلاوي هم د سولي بين الاافغاني مذارکراتو لپاره د شير محمد عباس ستانکزي په مشرۍ ۲۱ کسيز پلاوی اعلان کړ.

طالبانو څو څو ځله په خپلو خبرو کې ويلي چې د طالب زندانيانو له خوشي کيدا وروسته به ډير د یولي بين الافغاني مذاکرات پيل او په اوربند به خبري اتري وشي.

د يادولو وړ ده چې يوه اونۍ مخکې د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم په خبري غونډه کې ويلي وو چې ډير ژر به بين الافغاني مذاکرات پيل شي.

داسې ښکاري چې طالب مشران د پاکستان له سفر وروسته د اوربند او د بين الافعاني مذاکرات ژر پيل ته قانع شوي.
که څه هم د طالبانو له خوا يوازيني شرط د پاتي طالب زندانيانو خوشي کيدا ده. چې اوس هغه هم په پوره کيدا ده.

بايد وويل چې دتيره مياشت د سولي مشورتي لويه جرګي د ۴۰۰ طالب بنديانو.د خوشي کيدا پريکړه وکړه.چې وروسته افغان ولسمشر هم ددغه ۴۰۰ طالب زندانيانو.د خوشي کيدا فرمان لاسليک کړ.

 

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum