د کرنې وزارت: د نورو کلنو په پرتله به سږ کال د زعفرانو عايدات ۱۰ سلنه زيات شي
خبريال ويبپاڼه/د کرني او مالدارۍ وزارت وايې چې سږ کال به د نورو کلونو په پرتله په افغانستان کې د زعفرانو عايدات زيات او ددې وزارت د يوې وړاندويني له مخي به سږ کال له ټول هيواد څخه ۲۴ متريک ټنه زعفران راټول شي.
د کرني او مالدارۍ وزارت وياند اکیر رسمتي رسنيو.ته ويلي چې سږ کال په ټول هيواد کې په ۱۰ سلنه زياته ځمکه زعفران کرل شوي دي چې د لومړنيو شميرو له مخي سږ کال په ټول هپواد کې د زعفرانو عايد په زياتيدو دی.
که څه زعفران د هيواد له غوره صادراتو څخه دي چې نوري نړۍ ته صادريږي خو.په دې وروستيو.کې د زعفرانو د ليږد پروسه ټکنۍ او له ځينو خنډونو سره مخ شوي وه.
ښاغلی رستمي سږ.کال کروندګرو ته ډاډ وروکوي او وايې چې د نورو محصولاتو تر څنګ يې افغاني زعفرانو په نړيواله کچه بازار.موندنه کړي ده.
د اکبر رسمتي په خبره سږ کال به له ټول هيواد څخه ۲۴ متريک ټنه زغفران راټول شي. درسمتي په وينا چې دا د کرني په برخه کې تر ټولو ښه زيری دی.
د کرني او مالدارۍ د وزارت د شميرو له مخي سږ کال په ۸ زره هکتاره ځکه رغفران کرل شوي دي حال دا چې تير کال په ټول هيواد کې ۷ زره او ۵۵۰ هکتاره ځمکه زعفران کرل شوي وو.
خو بل پلو بيا کروندګر او د زغفران کښتت کوونکي کوي وايې چې تيرل کال د زعفرانو قميتونه خورا را ټيټ شوي وو چې دوی ته له درکه زيات تاوانونه ورسيدل.
خو سږ کال کروند ګر خوشاله دي چې سږ کال د هيواد په کچه په حاصيلات کې يې زياتوال راغلی خو دې ته انديښمن دې چې د افغاني زغفرانو لپاره بايد په نړيواله کچه بازار موندنه وشي ګروندګر زياتوي چې له هغې ډلي سعودي عربستان او چين د افغاني زعفرانو لپاره تر ټولو ښه بازارونه دي.
خو د زعفرانو ګروندګر له افغان حکومت څخه غواړي چې افغاني زعفرانو ته په نړيواله کچه بازار پيدا کړي تر څو افغان کروند ګرو زعفران په ښه قميت خرڅ کړي او د ترياکو له کښت څخه مخ را وګرځوي.
بل پلو بيا دغه کروند ګر له حکومت څخه غواړي چې له دوی سره د زعفرانو په معياري کرکيلي او د زعفرانو د معياري تخم په برخه کې هم مرستي ورسره وکړي.
بايد وويل چې زعفران په افغانستان کې د تارياکو د بديل کښت په توګه کرل کيږي.
چې ددې کښت د ددودولو لپاره افغان حکومت هم ډيري هلي ځلي وکړي. که څه د افغانستان ډيری ولايتونه د زعفرانوزعفرانو کښت ته مساعد دی خو تر ټولو ډير د افغانستان په لويديځ هرات ولايت کې کرل کيږي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.