The news is by your side.

ادرک او حيرانونکي طبي ګټي

خبريال ويبپاڼه /ډيری داسي طبعي خوراکونه شته چې د ډير ناروغيو لپاره تر ټولو ښه درمل وي.

نن مو په دې ليکنه کې د ادرکو چې ډيری زنجيل هم ورته وايې معلومات درته را ټول کړي دي.

ادرک او د هغه خواص
ادرک هغه خوندور او د سالمو خوړو څخه دي چې کرل او په ځمکه کې شنه کيږي.چې په ادرکو کې مغري او ضد ميکروبي مواد شتون لري چې زموږ د بدن او مغزو لپاره خورا ګټور دي.

دلته مو د ادرکو څو ځانکړتياوي را وړې دي.

ادرک له هغو دوا څخه دي چې قوي درمل دي.
ادرک چې د چين له هيواد څخه سرچينه اخلي له زړې زيرې ، هيلو ، او ګالانګال سره ورته او په يوه کورنۍ کې ده. دغه بوټي تر ځمکه لاندي د کچالو په څير کرل کيږي. چې ډیری وخت د درمل پر ځای استعماليږي.

دغه درمل خورا لرغوني دي چې په يوناني کې د بيلابيلو.ناروغيو لپاره کارول کيدل. چې ډيری وخت دغه درمل د هضمې سيسټم لپاره ، د انفولانزا او د يخ وهلو يا زوکام او نزلې لياره کارول کيدل.

کولای شو ادرک همداسي تازه ، وچ ، يا د پوډرو ، اوبو او يا هم له نورو څيزونو سره مخلوط وکاروو. چې ادرک د ضد ميکروبي او اکسيدني خاصيت په درلودو زموږ د بدن لپاره ډير ګټور خواړه دي.

۲ ادرک کولای له هغو ناروغيو چې د زړه بدوالی، سر ګنګسي او د استفراق څخه مخنيوی وکړي.

که څه ادرک ضيد ميکرړبي خاصيت لري خو ولې هغه ميرمني چې اميندوارې دي کولای شي د اميندواري په وخت کې له دغو خوړو ډيره استفاده وکړي تر د جينين د سقط يا نقسان مخه ونسي.

۳: ادرک کولای شي عمومي درد او.د عضلاتو درد کنټرول کړي.
څيړنو ښودلي چې ادرک د بدن د عمومي درد او د عضلاتو.د درد مخه نيسي. هغه څوک چې له دې ډول دردونو سره مخ وي کولای شي هره ورڅ ۱۱ ګرامه ادرک تر يوې اونۍ وخوري د بدن او عضلاتو دردنو يې ښه کيږي.

۴: ادرک کولای شي د استوارتريت ناروغۍ مخه ونسي.

استوارتريت ناروغي هغه ته ناروغي ته ويل کيږي چې انسان په مفاصلو کې درد يا يې د مثاني ستونزه وي او نه کولای تشي بولې وکړي.
د يوې څيړنې په ترڅ کې چې ۲۵۷۸ تنو کسانو تر سره شوه د د ۸ ګرامه ادرکو ورځني خوراک تر يوې اونۍ پوري د هغوۍ ددې نارړغۍ د مخنوي او رغيدو لپاره خورا ګټور تمام شوي وو.

ادرک کولای شي د ويني قند او د شکرې ناروغي راکنټرول کړي.

په ادرکو کې د شکرې ضد پياوړی خاصيت شتون لري په يوه څيړنه کې په ۳۹۰۰ کسانو تر سره شوه. ددغو کسانو له ډلي چې هره يوه ته به په ورځني ډول ۲ ګرامه د اردکو پوډر ورکول کيدل ددغو کسانو د شکزې اندازه په ورځني ډول ۱۲ سلنه راټیټيدله.
همدارنګه ادرک کولای شي په دايمي ډول زموږ د شکرې اندازه راټيټه کړي.

۵ ادرک کولای شي زموږ د هضم په سيستم کې له موږ سره مرسته وکړي.

ادرک چې په يوناني طب کې په عمومي ډول د معدي د ناروغيو لپاره کارول کيدل ، دغه درمل کولای شي د معدي په برخه کې د بد هضمي ، د معدي درد او داسي نورو ناروغيو مخه ونسيې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.