The news is by your side.

افغان حکومت د ۴۰۰ خطرناکو طالب زندانيانو د خوشي کيدا لړۍ بشپړه کړه

خبريال ويبپاڼه/افغان حکومت د افغانانو د خپل منځي خبرو تر پيل وړاندي پاتي ۱۰۰ نور طالب زندانيان هم خوشي کړل.

داسي ويل کيږي چې افغان حکومت او طالبانو تر خپل منځ يوه پټه هوکړه کړي ده چې له مخ يې ټول ۴۰۰ خطرناک طالبان خوشي او بل پلو بيا طالبانو.هم د افغان پوځ ۶ کومانډويان خوشي کړل.

هيره دې نه وي څو ساعته مخکې د مصالحي عالي شورا وياند فريدون خځون رسنيو ته وويل چې د طالب زندانيانو د خوشي کيدا لړۍ به ډير ژر بشپړه شي. او د بين الاافغاني مذاکراتوبه ډير ژر پيل شي د مذاکرتو له پيليدا وروسته او په راتلونکي څو ورځو کې د اوریند شونتيا شته.

ښاغلي خوځون زياته کړه چې د افغان حکومت له خوا ټاکل شوی د سولي مرکچي پلاوی د قطر پلازمينې دوحي ته د تګ بشپړ چمتوالی لري.

بايد وويل چې يوې سرچيني هم څو ساعته مخکي رسنيو ته ويلي چې افغان حکومت په پام کې لري د نن ورځي تر يايه د طالب زندانيانو پاتي ۱۰۰ تنه نور هم خوشي کړي.
سرچينه زياتوي چې طالبانو هم منلي چې د افغان پوځ ۶ نور کوامانډويان خوشي کړي. چې له دې سره به د طالب زندانيانو د خوشي کيدا لړۍ بشپړه شي.

بايد ويل چې د هغه ۴۰۰ خطرناکو طالب زندانيانو له ډلې يې ۸۰ تنه د سولی مشورتي لويې جرګې له پريکړي او د ولسمشر محمد اشرف غني له فرمان وروسته سم دلاسه خوشي شول.

خو دپاتي ۳۲۰ نورو طالب زندانيانو د خوشي کيدا په سره په په نړيواله کچه او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ ناندريۍ او جنجالونه رامنځته شول.
چې له دوو اونيو ځنډ وروسته لومړۍ چپه ۴۷ تنه طالب بنديان د دوشنبې ماښام تياره له څرخي پله ازاد شول. له هغه وروسته پرون ماښام ناوخته هم افغان حکومت اعلان وکړ چې ۱۵۳ تنه نور طالب زندانيان يې خوشي کړل.

چې اوس يوازي له افغان حکومت سره د هغه خطرناکو ۴۰۰ طالب زندانيانو له ډلي يوازي ۱۰۰ تنه طالب زندانيان پاتي دي خو د سرچينې په خیره دغه پاتي ۱۰۰ تنه به هم د نن ورځي تر پايه خوشي کړاي شي.

داسي ويل کيږي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ يوه پټه هوکړه شوي چې افغان حکومت به د هرکومانډيې په سر به ۵ تنه طالب زندانيان خوشي کوي چې دا هم د هغې لړۍ يوه برخه ده.

بل پلو بيا طالبانو هم ويلي چې دوی هم د افغان پوځ ۶ کومانډويان خوشي کړل چې له دوی سره په بند کې وه.
داسي ويل کيږي دغه کومانډويان د کندهار د والي دفتر ته سپارل شوي.
خو تر اوسه رسمي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغې سرچيني دا هم ويلي د طالب زندانيانو د خوشي کيدو د لړۍ له ختميدو وروسته به سم دلاسه به د سولې مرکچي پلاوي د قطر پلازمينې دوحې ته ولاړ شي او هلته به د طالبانو د مرکچي پلاوي سره د سولي په خپل منځي خبرو اترو باندي بحث وکړي.

هيره دي نه وي چې څه موده مخکي د طالبانو د قطر دفتر مشرتابه پلاوي هم د سولي بين الاافغاني مذارکراتو لپاره د شير محمد عباس ستانکزي په مشرۍ ۲۱ کسيز پلاوی اعلان کړ.

طالبانو څو څو ځله په خپلو خبرو کې ويلي چې د طالب زندانيانو له خوشي کيدا وروسته به ډير د یولي بين الافغاني مذاکرات پيل او په اوربند به خبري اتري وشي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.