د ولسمشر غني پروان ته تګ او هلته شته ننګوني
خبريال ويبپاڼه/ ټاکل شوي نن سهار ۷ بجي افغان ولسمشر محمد اشرف غني پروان ولايت ته ولاړ شي.
حکومتي سرچيني رسنيو ته ويلي چې ولسمشر غني به په پروان ولايت کې له سيلاب ځپلو.سره وګوري او د هغوی ستونزي به له نيږدي واوري.
هيره چې په پروان کې له خونړيو د سيلابونو له راوتو ۷ ورځي وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني دې ولايت ته سفر کوي.
خو تر دې مخکي ولسمشر غني لوړپوړو دولتي چارواکو ته امر کړی وی چې د پروان له سيلاب ځپلو سره ژر تر ژره بيړنۍ مرستي وکړي.
چې هغه محال د سيلاب په لومړ ورځ ډيری د افغان دولت لوړپوړي چارواکي دې ولايت ته ولاړل. چې د هغو له ډلي د فاع سرپرست وزير اسدالله خالد د، د ولسي جرګي مشر او ددې جرګي ډیری غړو دې ولايت سفر وکړ.
هيره دې نه وې چې پروان کې له نن څخه پوره ۷ مخکي د شپي ۲ سخت خونړي سيلابونه را ووتل چې د پروان په مرکز چاريکار شاه خوا پروتو وسلواليو کې ۱۵۳ تنه شهيدان او تر ۲۰۰ زيات يې ژوبل او په زرګونو، او زرهاوو جريب ځمکه ويجاړه کړه.
يوازي پروان نه وو چې سختو او خونړيو سيلابونو وځپه بلکي د افغانستان ډيری ولايتونو کې د سيلابونو را وتلو سخت وځپل. چې د هغو له ډلي پکتيا ، لوکر ، ميدان وردګ او کابل هغه ولايتونه دي چې د مالي زيان تر څنګ يې خلکو ځاني زيانونه هم واړول.
له سيلاب ځپلو سره مرسته
د يادولو وړ ده چې په پروان ولايت کې د سيلابونو له راوتلو وروسته سم د لاسه افغان حکومت او ځنيو خصوصي خيريه بنسټونو په دې ولايت کې له سلاب ځپلو سره بيړنۍ مرستي وکړي.
خو د مرستو له پيله دا انديښنه وه چې دا مرستي بايد د چورواکو لاس ته ونه لويږي بلکي په عادلانه ډول په عامو وګړو تقسم شي.
خو اوس داسي راپورنه ورکول کيږي چې مرستي يوازي د پروان ولايت په ښار ميشتو ويشل شوي دي هغه ولسواليو ته بيخي مرستي نه دي ليږدول شوی چې سيلابونو سختي ځپلي.
د غوربند ولسوالۍ يوه اوسيدونکي ډاکټر عبيدالله خبريال ويبپاڼي ته ويلي چې له مرکز چاريکارو وروسته تر ټولو ډيره زيانمنه ولسوالۍ د غوربند ولسوالۍ ده. عبيدالله زياتوي چې څوځله د پروان والي ته هم ورغلي خو چا يې غم نه دی خوړلی. دی زياتوي چی يوازي د دوی د کورنۍ ۳ شهيدان شوي او په زرګونو جريبه ځمکه او باغونه يې هم سيلابونو ويحاړ کړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.