The news is by your side.

امريکا د نړيوالي محکمې څارنواله په تورليست کې شامله کړه

خبريال ويبپاڼه /د امريکا متحده ايالاتو د نړيوالې محکمې هغه څارنواله په تور ليست کې شامله او يو لړ بنديزونه يې پرې ولګول چې په افغانستان کې يې د امريکايې پوځيانو د جنکي جرمونه په اړه پلټنه کوله.

د امريکا حکومت د نړيوالي محکمې (I C C) په څارنوالې فاستو بنسوده په ګډون پر څو لوړو پوړو چارواکو هم بنديزونه ولګول.

نړيواله محکمه ( ای سي سي) چې مرکز يې د هالڼډ په هاګ ښار کې دی. په پر دې څيړنه کوي چې امريکايې ځواکونو په افغانستان کې څومره او څه ډول جنګي جرمونه کړي دي.

که څه هم له کله چې ای سي سي يا نړيواله محکمه رامنځته شوه امريکا يې مخالفت وکړ ، له څو کلونو غړيتوب وروسته يې ددې محکمې غړيتوب پريښود چې تر اوسه هم ددې محکمي غړيتوب نه لري.

ای سي سي يا نړيواله محکمه چې ۲۰۰۲ زيږديز کال د ملګرو ملتونو د يوه قرار داد له مخې رامنځته شوه. د رامنځته کيدا هدف يې په نړيواله کچه د جنګي مجرمينو څارل او په هغه وخت کې چې په نړيواله کچه د هغو جرمونو څيړل دي چې د يوا له لوري په بل هيواد کې رامنځته شي. په هغه صورت کې چې دغه هيواد په خپلو جنګي جرمونو سترګي پټي کړي.
ددې محکمي ۱۲۳ هيوادونو غړيتوب لري خو چين ، امريکا او روسيې هيوادونو ددې محکمي غړيتوب نه دی منلی.

د يادولو وړ ده چې د امريکا ولسمشرد ډونالډ ټرمپ د يوه فرمان له مخي چې د جون په مياشت کې لاسليک شو د نړيوالي جنايې محکمي په غړو يو لړ بنديزونه ولګولو چې ددې بنديزونو له ډلې به په امريکا کې ددې محکمې د غړو شمنۍ کنګل کيږي او امريکا ته تګ راتګ هم نشي کولای.

هيره دې نه وي چې پرون چهارشبنبه د امريکا د بهرنيو چاو وزير مايک پمپيو خبريالانو ته وويل چې د امريکا حکومت د نړيوالې مخکمي په هغې څارنوالي ميرمن بنسوده چې په افغانستان کې د امريکايې پوځيانو جنګي جرايم څيړي او فاکيسو ، موچوچوکو هم بنديزونه لګوي.
ښاغلي پميو دغه محکمه له فساده ډکه وبلله او د هغه په وينا دا محکمه نشي کولای په عادلانه ډول جرايم وڅيړي.

هيره دې نه وې ميرمن فستوده په ۲۰۱۷ کال کې د نړيوالې محکمي له قاضيانو اجازه واخستله ترڅو په افغانستان کې د امريکايې پوځانو جنګي جرايم وڅيړي.

دا هم بايد ويل شي چې امريکايې پوځيانو په افغانستان کې ډير ځله جنګي جرايم تر سره کړي دي خود امريکا حکومت پرې سترګي پټي کړي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.