The news is by your side.

معصوم ستانکزی: د سولي په خبرو کې به د ټولو افغانانو حق خوند وي

خبريال ويبپاڼه/ له طالبانو سره د سولې مرکچې پلاوي مشر، معصوم ستانکزي ويلي چې د سولي په خبرو کې به د ټولو افغانانو حق خوند او ډير به ژره به د سولې خپل منځي خبري پیل شي.

د افغان حکومت مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د سولې په خبرو کې به د هېواد د ټولو وګړو حقونه خوندي وي.

ښاغلی ستانکزی دغه خبري په داسې حال کې کوي چې پرون ماښام د د سولي د مرکچي پلاوي يو بل غړي حاجي دين محمد رسنيو ته ويلي چې د افغان حکومت د مرکچي پلاوي لومړنۍ ډله د قطر هيواد پلازمينې دوحي ته رسيدلي او هلته به د طالبانو د سولي له مرکچي پلاوي سره د بين الاافغاني خبرو اترو د پيل په اړه خبري وکړي.

ښاعلي دين محمد دا هم ويلي چې ددوی د مرکچي پلاوي مشر او ځيني غړي لا هم په کابل کې دي . دده په خبره چې د لومړني پلاوي له خبرو وروسته به د افغان حکومت د مرکچي پلاوي مشر او ټول غړي د قطر هيواد پلازمینې دوحې ته سفر وکړي.

داسې ويل کيږي د مصالحي عالي مشر عبدالله عبدالله هم په بين الافغاني مذاکراتو د ګډون لپاره د قط هيواد ته ځي.
د مصالحي عالي شورا مشر ته نيږدي سرچينو رسنيو ته ويلي ښاغلی عبدالله د قطر هيواد په رسمي بلنه دې هيواد ته ځي.

د افغانانو تر منځ د سولي د خبرو د پليدو خبري له هغه وروسته راګرمي شوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ يوه پټه هوکړه تر سره شوه چې افغان حکومت به د هرکومانډيې په سر به ۵ تنه طالب زندانيان خوشي کوي چې دا هم د هغې لړۍ يوه برخه ده.

چې ددې هوکړې له مخه پاتي ټول ۳۲۰ خطرناک طالب بنديان خوشي شول او پلو طالبانو هم د افغان پوځ کومانډويان خوشي کړل.

هيره دي نه وي چې څه موده مخکي د طالبانو د قطر دفتر مشرتابه پلاوي هم د سولي بين الاافغاني مذارکراتو لپاره د شير محمد عباس ستانکزي په مشرۍ ۲۱ کسيز د سولي مرکچي پلاوی اعلان کړ.

طالبانو څو څو ځله په خپلو خبرو کې ويلي چې د طالب زندانيانو له خوشي کيدا وروسته به ډير ژر د بين الافغاني مذاکرات پيل ته کينې او په اوربند به خبري اتري وشي.

د يادولو وړ ده چې د سولي خبري په داسې حال کې پيليږي چې په ټول هيواد کې د جنګ ډګر ډير ګرم او هره ورځ په سلکونو افغانان شهيدانيږي.

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.