The news is by your side.

د نريندارا مودي د ټوټير اکاونټ غلا شوی

خبريال ويبپاڼه /د هندوستان د لومړي وزير نريندرا مودي د ټويټر اګاونټ غلا شوي د ښاغلي مودي د ټويټر د اکاونټ د غلا کيدل د ټويټر نړيوالي ادراې هم منلي دي.

د نريندارا مودي ټويټر اکاونټ چې ۲۵ لکه خوښوونکي يا فالورز لري دا دده خپل شخصي اکونټ دی چې هيک کيږي.

د ټويټر وياند رسنيو.ته ويلي چې د هندوستان د لومړي وزير د اکاونټ د غلا په تړاو د دوی څيړنې رواني دي او کوښښ کوي چې د هند د لومړي وزير او نورو ټويټر کارونکو لپاره امنتيي تدابير ونسي تر څو هيک کوونکي ونه شي کولای د خلکو اکاونټونه هيک او غلا کړي.

بايد وويل شي چې تر اوسه د ښاغلي مودي د اکاونټ په تړوا داسي څه نه دي خپاره شوی د هغه شخصي يا محرم معلومات وي.

له هغه وروسته هندي چارواکي پو شول چې د لومړي وزير نريندرا مودي اکاونټ غلا شوی کله چې د هغه هغه ټويټ ړنګ کړای شو چې په هند کې يې په جالي بانګ نوټونو کړی وو.

هيره دي نه وي چې په تيره مياشت جولای کې هم د نړۍ مشهور څيرو ، بل کيټس ، د امريکا د پخواني ولسمشر اوباما، جوبايډن ، اور ايلن مسک ، اپيل کمنۍ د کارکونکو او نړيوالو ميلينونرانو ، فلمي ستورو او ټيکنالوجي د برخي د کارکوونکو اکاونټونه هيک او غلا شول.
چې له امله هيک کوونکو ته په ميلينونو ډالر په لاس ورغلل.

ټويټر تر نورو ټولينزو رسنيو فسبوک ، انټګرام ، واټسف او داسي نورو ډيره غوندي بلل کيده چې له همدي امله د ڼړۍ ټول سياسي مشران او وتلي شخصيتنونه په دې رسنيۍ کې اکاونټونه جوړ کړل.

خو له دې ورستيو هيکونو وروسته ددې رسنۍ د غوندي تابه په اړه په نړيواله کچه انديښنې را ولاړي شوي دي.
خو د ټويټر نړيواله ادراه ډاډ ورکوي چې له دې وروسته به دټويټر اکاونټونه لپاره ځانګړي امنتي تدابير ونيول شي.

هيره دي نه وي چې په نړيواله کچه د انټرنيټي جرمونو او هيک کوونکو د مخنوي لپاره ځانکړي سايبري پولس هم شته. چې دې دا ډول مجرمين څاري او د قانون منګولو ته سپاري.

دا هم بايد وويل شي چې د افغانستان د کرکيټ بورډ مشر فرهان يوسفزي هم د يو ټويټ په اړه سابير پوليسو ته شکايت کړی وو او له هغوی څخه يې مرسته غوښتي وه چې هغه څوک ورته پيدا کړي له ده څخه په پټه يې دد له شخصي اکاونټ څخه څخه ټويټ کړی وو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.