د طالبانو ٦ جنجالي بندیان قطر کې نظر بند کیږي

خبریال وېب پاڼه/ د طالب بندیانو د ٣٢٠ جنجالي بندیانو د خوشې کولو لړۍ خلاصه شوې او د دوی په منځ کې شپږ جنجالي بندیان چې د فرانسې او اسټرالیا د اتباعو پر وژنې تورن دي دوحې ته لېږدول کیږي او هلته به د امریکا تر نظربند لاندې وي.

په افغان حکومت کې سرچینې وایي، د طالبانو د خوشې کولو لړۍ بشپړه شوې ده او شپږ هغه بندیان چې د اسټرالیا او فرانسه یې د خوشې کولو سره مخالفت لري، د بین الافغاني مذاکراتو پر مهال به نوحې ته وړل کیږي او هلته به نظر بند وي. او د فرانسې او اسټرالیا سره د هوکړې وروسته به افغانستان ته راوړل شي او له دې ځایه به خوشې کیږي.

په هم مهاله توګه په دې څو ورځو کې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل خبرې تودې شوي د ملي پخلاینې عالي شورا هم د افغانانو د خپل منځي خبرو د ژر پیل خبر ورکړی او ټاکل شوې د ملي پخلاینې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په راتلونکو څو ورځو کې د قطر د حکومت په بلنه دوحې ته ولاړ شي.

د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مذاکراتو د ځنډ لامل د دواړو لوریو تر منځ د بندیانو د تبادلې پر سر اختلافات وو، حکومت ټینګار درلود چې طالبان دې د ٢٤ کومانډو ځواکونو په ګډون افغان سرتېري ور ازاد کړي او په دې شرط به ورته پاتې بندیان ور خوشې کړي او طالبانو بیا بین الافغاني مذاکراتو پیل لپاره د خپلو بندیانو خوشې کولو شرط درلود.

حکومت وایي د طالبانو د ازادولو بهیر بشپړ شو او اوس مهال به دواړه لوري مذاکراتو ته تابیاوې نیسي او دړاو خواوو مذاکراتي پلاوي هم چمتو کړي دي.

هېره دې نه وي چې څه موده مخکې د طالبانو د قطر دفتر مشرتابه پلاوي هم د سولې بين الاافغاني مذاکراتو لپاره د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ ۲۱ کسيز پلاوی اعلان کړ.

طالبانو څو څو ځله په خپلو خبرو کې ويلي وو چې د طالب زندانيانو له خوشي کېدا وروسته به ډېر ژر د سولي بين الافغاني مذاکرات پيل او په اوربند به خبرې اترې وشي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum