The news is by your side.

بهرنيو چارو وزارت: ۱۳ سفيران يې سفاراتونو ته معرفي کړي دي

خبريال ويبپاڼه/د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه خپره کړي خبر پانه کې ويلي چې ۱۳ نوي سفيران يې سفاراتونو ته معارفي کړي دي.

د بهرنيو چارو وزارت په دغه خبر پاڼه کې راغلي چې د بهرنيو چارو پخوانی وزير زلمی په برتانيا کې د افغانستان د لوی سفير په توګه ټاکل شوی دی.
او سيد طيب چې مخکي په بريتانيا کې د افغانستان سفير و.اوس تازه په روسيه کې د افغانستان د سفير په توګه ټاکل شوی دی.
خبر پاڼه زياتوي چې يما ياري چې مخکي د فوايد عامي وزارت وزير وو اوس تازه د المان سفير ټاکل شوی همدارنګه د ملي پوځ پخوانی لوی درستيز په قرغزستان کې د فغانستان دسفير په توګه په دنده ګمارل شوی دی.

نجيب علي خيل چې مخکي په ترکمنستان کې د سفارت دنده پر غاړه لرله اوس تازه په پاکستان کې د افغانستان د لوی سفير په توکه ټاکل شوی دی.
د محلي اروګانونو د اداري پخوانی مشر په هندوستان کې د افغانستان د نوي سفير په توګه په دنده کمارل شوی دی.

همدا رنګه دغه اعلاميه کاږي چې امان الله جيحون او خالد زکريا چې په بهرنيو چارو وزارت کې د څلورم او پنځم سياسي ريسانو په توګه کار کاوو اوس تازه د ازبايجان او ايټاليا کې د افغانستان د سفيرانو په توګه ټاکل شوي دي.
همدار رنګه د اعلاميې په پای کې ويل شوي چې خان ولي خان بشرمل د ترکمستان ، منيژه باختري د اتريش امير محمد رامين د ترکيې د سفيرانو په توګه ټاکل شوي دي.

د يادولو وړ ده چې شفيق خواتي په ايران کې د افغان ځوانانو او محاجرينو لپاره سيار استازی ټاکل شوی دی.
او وحيد ويسي چې په استراليا کې د افغانستان د سفير دنده پر غاړه لرله يو کال يې نوره هم دنده ځنډول شوي ده.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په داسي حال تازه ۱۳ سفيران معرفي کوي چې له ډير جنجالونو او ناندريږ وروسته دوه ورځي مخکي ولسمشرۍ ماڼۍ۱۲ تنه وزريزان معرفي کړل چي بشیر احمد تینج د کار او ټولنيزو چارو وزير
نصیر احمد غوریانی د سوداګرۍ او صنایع وزير
قدرت الله ذکی ترانسپورت وزير
معصومه خاوری دمخابراتو او معلوماتي ټينالوجۍ وزيره
انورالحق احدی د کرنۍ او اوبو لګلولو او مالدارۍ وزير
محب الله صمیم وزیر اقوام او قبایلو وزير
فضل احمد معنوی د عدلیې وزير
نور رحمان اخلاقی د کډوالو او بيا راستنيدونکو چارو وزير
عباس بصیر د لوړو زده کړو وزير
سید سعادت منصور نادری د سولي نوماند وزير په توګه معرفي کړل.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.