The news is by your side.

ملایعقوب او سراج الدین د سولي ‌د پروسې د خرابولو ګواښ کړی

خبریال وېبپاڼه د سولي د خپل منځي خبرو د پیل سره هم مهاله په کوټه کې ملا برادر، د طالبانو نظامي مسئول ملا یعقوب او د حقاني شبکې مشر سیراج الدین حقاني ‌له یو بل سره لاس او ګریوان شوي ‌دي.

د طالبانو سرچینې وايي چې د طالب چارواکو ترمنځ هغه وخت جنجال پیښ شو چې ملا قاسم ترکمن او شیخ عبدالحکیم اسحاقزی د قطر دفتر نوي غړي وټاکل شول او قطر ته روان شول.

د طالبانو نظامي‌ مسئول ملا یعقوب او د هغه مرستیال او د حقاني ‌شبکې مشر سراج الدین حقاني دواړو ملا برادر په دې تورن کړی چې ګواکې دوی یې په لوی لاس د سولي‌له پروسې ایستلي او د دوی پر ځای یې دوه نور کسان قطر ته استولي‌ دي.‌

دې دواړو نظامي کسانو چې یو یې د طالبانو د تحریک د نظامي برخې مسئول او بل یې د طالبانو د خطرناکې ډلې (حقاني شبکې) مشر دی د سولي ‌د پروسې د ګډوډولو ګواښ کړی دی.‌

په کوټه کې د طالبانو د کوټې شورا یوه غړي خبریال وېبپاڼې ته وویل چې ملا برادر او ورسره ملا شیرین ، مولوي ثاقب ، مولوي کبیر ، ملا فرید، مولوي زاهد او ځیني‌ نور کسان د پاکستاني ‌استخباراتي چارواکو په غوښتنه د ملا یعقوب، ملا برادر او سراج الدین حقاني ‌تر جنجال وروسته له کوټې اسلام اباد ته لاړل او اوس ددې امکان زیات شوی چې د پاکستان په مداخلت سراج الدین حقاني‌ او ملا یعقوب د قطر د دفتر غړیتوب تر لاسه کړي .

ملا برادر چې د قطر د دفتر سیاسي ‌مشري په غاړه لري ‌اوس د مذاکراتي ټیم مشري ‌ملا هیبت الله تر اخیستې او عباس ستانکزی یې د مذاکراتي ډلي ‌مشر مقرر کړی دی.

عباس ستانکزی وايي چې مذاکراتي ټیم یو مستقل ریاست دی او دا کار د ملا هیبت الله په امر ده ته سپارل شوی دی.

که څه هم تر اوسه طالبانو په دې تړاو رسمي اعلامیه نه ده ورکړې او عمومآ طالبان پر خپلو کورنیو ستونزو اعلامیې نه ورکوي، خو دا خبره به وروسته را برسیره شي‌ چې ایا ملا برادر ملا یعقوب او سراج الدین حقاني‌ته د قطر د دفتر غړیتوب ور کوي‌او که به هغوی رښتیا د سولي ‌پروسه ګډوډه کړي.‌

بل اړخ ته دافغانستان د سولي ‌د پروسې یوه چارواکي هم ددې خبرې تاید وکړ چې د طالبانو تر.  د مذاکراتي ټیم په تړاو اختلافات را ټوکېدلي دي ، خو د جزیاتو ورکولو یې ډډه وکړه .‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.