The news is by your side.

احمد علي: پاکستانی پوځ له سختي ماتي سره مخ دی

خبريال ويبپاڼه/ تازه د ننګراهار د ولایتي شورا مشر احمد عاي حضرت وآيې چې پاکستانی پوځ له سختي ماتي سره مخ دی.

ښاغلي علي حضرت دغه ځرګندونې له هغه وروسته وګړي چې د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ په غوړکي سیمه کې د پاکستانیو ځواکونو او افغان پوله ساتو ځواکونو ترمنځ جګړه پیل شوه.

پاکستانیو ځواکونو غوښتل چې په دغه سیمه کې وړاندې راشي او هم اغزن تار تېرکړي، چې افغان ځواکونو یې مخنیوی کړی او لا هم سیمه کې جګړه روانه ده د ننګرهار د ولايتي شورا مشر زياتوي چې زه پوره باور لرم په خپلو ځواکونو چې بیا به له پاکستانیو ځواکونو میدان ګټي .

زموږ سرتیري یوازې نه دي او که اړتیا ولیدل شي زه هم له خپلو ولسونو سره یوځای د جګړې لومړۍ کرښې ته ځم .

زه یقین لرم چې پاکستاني ځواکونه به بیا شرموونکې ماتې خوري .

د ننګرهار د والي دوياند عطالله خوګياڼي په وينا د افغان پوله ساتو او پاکستاني ځواکونو تر منځ هغه وحت سخته جکړه رامنځته شوه چې پاکستاني ځواکونو غوښتل د مومند درې ولسوالې په غوګي سيمه کې د ډيورنډ دې غاړي ته يو ټاور جوړ کړي خو افغان ځواکونو يې مخنوي کړ او پاکستاني ځواکونو سره جکړه پيل شوه.

د ښاغلي خوګياڼي په وينا چې تر اوسه په دې نيښته کې يو افغان سرتيری شهپد او د ډيورنډ کرښي هغي غاړي ته ګڼ پاکستاني پوځيان هلاک شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند زياتوي چي سميې ته نور تازه دمي افغان ځواکونو هم رسيدلي او پاکستاني پوځيان يې له کرښي شړلي او د هغوی له خوا جوړ شوي تاسيسات يې هم وران کړي دي.

عطالله خوګياڼي دا هم وويل چې د ننګرهار والي له نيږدي دغه جکړه څاري.
هيره دې نه وي چې دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني پوځيان د افغانستان په خاوره تيری کوي بلکي دغو ځواکونو.څو ځله مخکي هم دا ډول تيری کړی دی.
چي ورستی هغه يې د افغانستان په جنوب سپين بولدک کی وو چې چې هلته هم د افغاني ځواکونو او پاکستاني پوځيانو تر منځ سخته جکړه رامنځته شوه چې د ګڼو پاکستاني پوځيانو په هلاکيدو ختمه شوه.

اوس تازه جزيات

اوس وضعیت ارام دی ، خو د سرحدي اتلانو یو سرتیری د خپلې خاورې څخه د دفاع په لار کې د شهادت لوړ مقام خپل کړ او ۳ نور ټپیان شوي . ننګرهاروالي وياندعطااله خوګيانى وايې

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو سره لحظه په لحظه په جریان کې دی او د خپلې خاورې څخه د ساتنې په برخه کې د دوی د لوړ مرال ستاینه او د پوره ملاتړ ډاډ ورکړ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.