The news is by your side.

ډیورنډ جګړه! ۷ پاکستاني پوځیان هلاک شوي

خبریال وېب پاڼه/ په تورخم کې د افغان ځواکونو او پاکستانیو پوځیانو تر منځ په پرون ماښامنۍ جګړه کې یو افغان سرتېری شهید شوی او درې ټپیان شوي دي، خو مقابل لوري ته هم درنه مرګ ژوبله ور اوښتې.

له افغان ځواکونو سره په جګړه کې اووه پاکستاني پوځیان هلاک شوي او ګڼ سخت ټپیان شوي دي.

ځیني سرچینې د پاکستان هلاک شویو پوځیانو شمېره ٩ ښیي او ګڼو پوځیانو ته یې د درنې مرګ ژوبلې ادعا هم کوي.

پاکستانیو پوځیانو پرون ماښام د مومندرې ولسوالۍ په غوړکي سیمه کې له افغان ځواکونو سره جګړه پیل کړه او په تورخم کې یې د افغان ځواکونو پر کمیسارۍ هم بریدونه وکړل چې د افغان زړورو ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول او جګړې د څو ساعتونو لپاره دوام درلود چې پاکستانیو پوځیانو ته ښه سخت تلفات ور واوښتل.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي وایي، غني او عبدالله دې په خپلو منځونو کې له اختلافاتو تېر شي او سرحداتو کې دې د امنیت مدیریت ته پام وکړي.

د ننګرهار د خلکو استازی او د ولسي جرګې غړی عبدالرؤوف شپون له حکومت غواړي چې په ډیورنډ کرښه دې سرحدي ځواکونه تقویه کړي او پوره تجهیزات دې ورته برابر کړي.

نوموړی وایي د نورو ولایتونو ولسونو هم ورته ټټر وهلی چې په ختیځ کې د سرحدونو په ساتنه کې له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه دریږي، خو مشران مو ولې غلي دي، څه مجبوریت لري.

ښاغلی شپون وایي، نن به د بهرنیو چارو له سرپرست سره په دې اړه ناسته ولري او ترې وبه غواړي چې د پاکستان سفیر احضار کړي او په زغرده دې ورته وویل شي، که بیا ستاسو له پوځیانو د افغانستان پر خاوره یو ډز هم وشو، موږ به له پاکستان خپل سفیر او چارواکي را وغواړو او ټولې اړیکې به مو سره پرې شي.

پاکستاني پوځیان ډېر کله له افغانستان سره په سرحدونو کې د افغان پوله ساتو ځواکونو سره وسله واله نښته کوي خو هر ځل یې شرمېدونکې ماته خوړلې.

تر دې وړاندې هم د لوی اختر په شپه پاکستانيو پوځیانو په سپین بولدک کې له افغان زړورو ځواکونو سره سخته نښته کړې وه چې درانه تلفات ور اوښتي وو.

اوس مهال د افغانستان او پاکستان هېوادونو تر منځ اړیکې هم چندان ښې نه دي او پاکستاني پوځیان بیا په ډېره سپین سترګۍ د افغانستان پر سرحداتو تېری کوي.

افغان حکومت د پاکستاني پوځ د داسې ګستخانه کارونو پر وړاندې کله هم جدي اقدام نه دی کړی او هر ځل یې داسې ستونزې د سیاسي جوړ جاړي له لارې حل کړي.

عام افغانان له حکومت غواړي چې د ایران اړ پاکستان په څېر د ظالمو ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې خپل چلند سخت کړي دا دواړه هېوادونه به بیا کله هم پر افغانانو د ظلم او پر سرحداتو د تېري جرات ونه کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.