The news is by your side.

فاریاب کې بهرني جنګیالي د طالبانو د جګړې رهبري کوي

خبریال وېب پاڼه/ فاریاب ولایت کې د ٢٠٩ شاهین قول اردو لومړی لوا قوماندان وایي، فاریاب کې بهرني جنګیالي د طالبانو جګړه رهبري کوي.

نوموړی زیاتوي، چې په فاریاب ولایت کې یو شمېر ازبکستاني او تاجکستاني جنګیالي له افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي او په تازه وخت کې د فاریاب ولایت خواجه سبز پوش ولسوالۍ زیاتې برخې له وسله والو طالبانو پاکې شوي.

طالبان د خواجه سبز پوش ولسوالۍ په تپو او درو کې کې د پناه ځایونو د پیدا کولو په هڅه کې دي چې د تاجکستاني او ازبکستاني جنګیالیو له لوري رهبري کیږي.

خواجه سبز پوش ولسوالۍ د فاریاب ولایت یو له جګړه ځپلیو ولسوالیو څخه ده، د ې ولسوالۍ لوی برخې له درې کلونو را هیسې د طالبانو تر واک لاندې وې، خو اوس مهال د دې ولسوالۍ زیاتې برخې له طالبانو پاکې شوي.

د خواجه سبز پوش ولسوالۍ ولسوال عبدالله معصومي وایي، له یوې اوونۍ را هیسې افغان ځواکونه له طالبانو د ولسوالۍ د لویو برخو په پاکولو په عملیاتو بوخت وو، چې د غذارې نومي کلي پاکول یې له لویو لاسته راوړنو څخه دي چې له څو کلونو راهیسې په کې د طالبانو لوی هډې وې.

د خواجه سبز پوش ولسوالۍ سرتېري وایي، کلونه کیږي چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي شاهدان یوو، جنګ زموږ نه ارامښت اخیستی، ډېر مالي او ځاني تلفات را اوښتي او سولې او سوکالۍ ته رسېدل موږ ته په یوه خوب بدل شوې.

په فاریاب ولایت کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ جګړه داسې مهال توده شوې چې په راتلونکو څو ورځو کې به حکومت له طالبانو سره د مذاکراتو پر مېز را ټول شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.