The news is by your side.

قطر ته د حکومت د مذاکراتي ټیم تګ شنبه ورځ هم نه کیږي

خبریال وېبپاڼه – د افغان حکومت د سولې د مذاکراتي ټیم تګ سبا شنبه بیا ځنډېدلی دی.

د ارګ سرچینو خبریال وېب پاڼې ته وویل چې د حکومتي مذاکراتي ټیم تشریفاتي ډله لا له وړاندې قطر ته رسېدلې خو اسلام اباد ته د سلا مشورو په موخه تللي طالب مشران لا د جمعې په ورځ هم قطر ته نه وو ستانه شوي.

که څه هم د مذاکراتو د بیا بیا ځنډ په تړاو طالبان پټه خوله دي خو حکومتي سرچینو خبریال وېب پاڼې ته وویل چې تر هغو د افغان حکومت مذاکراتي ټیم دوحې ته نه شي تلای چې تر څو طالب مشران له پاکستان نه بېرته قطر ته نه وي تللي.

دا څو ورځې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره او د قطر پلازمېنې دوحې ته د حکومت د مرکچي پلاوي د تګ خبرونه په رسنیو کې را تاوده شي او د هرې ورځې په دوام کې بېرته ساړه او بیا وځنډول شي.

بین الافغاني مذاکرات د څو میاشتو را په دې بار بار د یوې او بلې لوري په پلمو او بهانو ځنډول کیږي، لومړی د بندیانو د خلاصون مسله وه، چې حکومت او طالبانو د یو او بل بندیان ازاد کړل، خو بیا د درنو جرمونو طالب بندیانو د خلاصون مسله وه چې حکومت یې مخالفت کاوه او طالبانو د سولې مذاکراتو د پیل لپاره اساسي شرط د همدې بندیانو خوشې کول کېښود.

افغان حکومت د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړې پر تایید د طالبانو د درانه مجرمینو د ازادولو خبره ومنله یوازې ٨٠ یې ازاد کړل او د نورو د ازادولو لړۍ یې د ځینو ملاحظاتو له کبله وځنډوله چې طالبان هم له مذاکراتو بېرته په شا شول.

خو په ورته مهال افغان حکومت له ډېرو ناندریو وروسته د طالبانو پاتې بندیان ور ازاد کړل او ټاکل شوې وه چې د حکومت مرکچي پلاوی به نن قطر ته له طالبانو سره د مذاکراتو په موخه روان شي، خو نن ورځ د حکومت د مرکچي پلاوي تګ په دوحه کې د طالبانو د پلاوي د نه بشپړېدو له کبله وځنډېد او د سفر خبره یې سبا ته پرېښوده، خو حکومتي سرچینو سبا شنبه خبریال وېب پاڼې ته د مرکچي پلاوي د سفر خبر رد کړ او سبا هم د پلاوي تګ وځنډېد.

تر څو چې اسلام اباد ته د سلا مشورو په موخه تللي طالبان قطر ته نه وي ستانه شوي، قطر ته د افغان حکومت د مرکچي پلاوي تګ به تر نا معلوم وخت ځنډېدلی وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.