The news is by your side.

زما جنګيالي او زما شهيدان! ډاکتر اکبر اکبر

خبریال وېب پاڼه/ د نړۍ تر ټولو بد جنګيالي او تر ټولو بده اردو هغه اردو او جنګيالي دي چې د حکم روږدي روزل شوي ولې د حکم تر شا په پراته منطق ېې يا نه پوهوي او يا ېې د افغانستان د روان جنګ په شان يوه ړانده، کاڼه، سړېخوري، ملت خوري او بې منطقه جنګ ته ورټېل وهي.

له بده مرغه که څه هم جنګ په لويه کې همداسې يوه کڼه، ړنده او بې منطقه لوبه ده دا ځکه خو په نړۍ کې ښه ډېره کيږي ولې دومره په اږدو نه کيږي لکه دا زمونږه جګړه چې وشوه دا زمونږه روانه جګړه خو بيخي د جګړو د بلې هرې بلا مور ده دلته له بده بخته نه طالب جنګيالى دا پوښتنه کوي او نه ېې کولى شي چې د عسکر په يونيفارم کې خپل افغان مسلمان ورور ولې مړ کړم او نه په مورچه کې پروت عسکر او پوځي، خپل جنرال او افسر او د دفاع وزير پوښتلى شي چې په کومه ګرمه دې خپل ځوان، افغان، مسلمان ورور چې طالب جنګيالى نوميږي ووژنم.

نو په دې جګړه کې ستاسو خپله خوښه چې څوک شهيد ګڼئ او څوک غازي ولې زه خو ېې دا يو هم نه شهيد ګڼم او نه غازي!!
زما شهيدان هغه ماشومان دي چې نن د افغان اردو او طالب جنګياليو په جنګ کې په پکتيکا کې شهيدان شول او زما شهيدانې هغه تورسرې دي چې په ماينونو کې الوزي يا د طالبانو په کرلو ماينونو کې او يا د طالبانو د بدنامولو د پاره د عسکرو او ملي امنيت له خوا په خرلو ماينونو کې!

او زما شهيدان زما د ولس هغه پلرونه دي چې سهر روغ رمټ بچو له د حلال رزق په ګټلو پسې له کوره ووځي او ماښام ېې ورله په بمونو الوزولى غوښې او بوټۍ په کټونو کې تر کور وروړي.

زما شهيدان هغه سپين ږيري او سپين روبي دي چې د کلي د جومات په چنو کې ېې ووژني او قاتل ېې د هم هغه کلي په کورونو او کوڅو کې تري تم او ورک شي طالب ېې د دفاع او ملي امنيت په ارګانونو وراړوي او ملي امنيت او دولت ېې په طالبانو!
او زما اتله هغه نيمزالې ناوې ده چې د واده په شپه هم د ځلمي خاوند مخ ونه ګوري خو د مرګ خبر ېې واوري!!

نو څومره توپير دى زما د شهيد د هغه تعريف، انځور او څېرې تر منځ چې زه ېې له يوه شهيد افغان يا له يوې شهيدې افغانې نه لرم اود هغه تعريف، انځور او څېرې تر منځ چې يو چارواکى ېې له خپل سياسي، رسمي شهيده لري او څومره ډېر توپېر دى زما د شهيد او د هغه شهيد تر منځه چې طالب ېې شهيد ګڼي.
دا ځکه خو زما شهيدان، هم له دولتي شهيدانو ډېر دي او هم له طالبي شهيدانو!!

او داځکه خو وايم چې دا جنګ دوه غاړې نه لري، درې غاړې لري او دريمه غاړه ېې ولس دى، دا چې تر ټولو ډيره دې جنګ ځپلې ده تر ټولو ډېره ېې وژلې، تر ټولو ډيره ېې ژوبلولې خو تر ټولو لږ ورنه څوک خبريږي، تر ټولو لږه ېې پوښتنه کيږي، تر ټولو لږې ېې چېغې اوريدل کيږي او چې د ګټې وخت راشي نو تر ټولو لږه ګټه کوي تر ټولو لږه ستايل کيږي، تر ټولو لږه ياديږي او تر ټولو لږه په نښو، څوکيو، مقامونو، دندو او رسمي پالنو باندې پالل کيږي!!

لیکوال:‌ډاکټر محمد اکبر اکبر
کېنټ برتانيه

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.