The news is by your side.

پاکستاني ریاست د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ محسن داوړ نیولی

خبریال وېب پاڼه/ د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ محسن داوړ پاکستاني ریاست جنوبي پښتونخوا کوټې ته د تګ په تور نیولی او زندان ته یې اچولی دی.

محسن داوړ د پاکستان د قامي اسمبلۍ او پي ټي ایم غړی دی او پاکستانی ریاست دا اجازت نه ورکوي چې د جنوبي پښتونخوا سرښار ګوټې ته لاړ شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي ښاغلي ننګیال خبریال وېب پاڼې ته وویل، چې دوی چمن او لغړې سیمو ته د پښتنو شهیدانو فاتحې، د زخمیانو پوښتنې ، د ایت الله بلوڅي بې رحمې مړینې پوښتنې او د لغړې سیمو له کاروباریانو سره د لیدنې په موخه ورغلې وو چې د پاکستاني ریاست له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پاکستان د پارلمان غړی محسن داوړ ونیول شو.

نوموړی وایي محسن داوړ هېڅ جرم او قضیه نه لري او ریاست پرته له دې چې د محسن داوړ جرم معلوم کړي ونیولو.

ښاغلی ننګیال وایي دا په پارلمان کې د پښتنو استازي، ټولو پښتنو او د غورځنګ غړو ته سپکاوی دی چې موږ یې په کلکه غندو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وایي، پاکستانی ریاست وچه په وچه غواړي له پښتنو سره خپلې تعصبي چلند ته دوام ورکړي، د پښتنو او بلوڅو یو ځای کېدل نه شي زغملی او نه غواړي پښتانه او بلوڅ په خپلو منځونو کې سره خواخوږي ولري، پاکستاني ریسات چې د پښتنو پر خلاف د جنګ کومه سټراټیژي روانه کړې، نه غواړي د دوی پر وړاندې پښتانه او پښتانه ځوانان را وېښ او بیدار شي.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستانی ریاست پرته له کوم جرمه د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي نیسي او زندان ته یې اچوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم د غورځنګ مشر منظور پښتین او نور مخکښ غړي څو ځلې پرته له کومې قضیې نیولي او یا یې پرې د سفرونو بندیز لګولی دی.

پاکستانی ریاست په لویه خیبر پښتوخوا او نورو پښتون مېشتو سیمو کې له پښتنو سره له انساني اوصولو وتلی چلند کوي، وهي یې، د زندان د تورو تمبو شا ته یې ور اچوي او په پټ په پټه یې شهیدانوي چې په دې توګه غواړي پښتانه کمزوري او ختم کړي.

د پښتنو د ژغورنې لپاره د منظور پښتین په مشرۍ د خیبر پښتونخوا د مخکښو مشرانو په ګډون له څو کالو راهیسې غورځنګ مدني او قانوني فعالیتونه پیل کړي خو د دې پر سر یې هم د پاکستان ظالم ریاست ځوروي، زنداني کوي، بندیزونه پرې لګوي او د فعالیتونو مخه یې نیسي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.