The news is by your side.

ملابرادر او طالب مشران د شنبې ورځ‌ له پاکستان نه قطر ته ځي‌

خبریال وېبپاڼه شیخ فرید، مولوي قاسم ترکمن، شیخ الحکیم او ملا شیرین څلور واړه لا له وړاندي قطر ته رسیدلي دي او دوی د طالبانو د قطر د دفتر نوي غړي‌ دي.‌

د خبریال وېبپاڼې معلومات ښيي چې ملا برادر؛ مولوي ثاقب؛ مولوي کبیر؛ مولوي زاهد او ځیني‌ نور کسان به نن یعني‌ د سپټمبر (۵) غرمه له پاکستان نه پرواز کوي ‌او ځي به قطر ته.‌

د افغان حکومت پلاوی د یکشنبې په ورځ دوحې ته ځي او تشریفاتي کسان لا له وړاندي ‌رسېدلي ‌دي.‌

خبریال وېبپاڼې ته د طالبانو د کوټې شورا له لوري‌ورکړل شوي معلومات ښيي چې لمړنۍ لیدنه به تعرفي ‌وي او افغان پلاوی به د اوربند غوښتنه کوي، خو طالبان د اوربند غوښتنه په لمړنۍ غونډه کې نه مني.‌

د خبریال وېبپاڼې معلومات ښيي چې د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشر عباس ستانکزي د جمعې په ورځ په دوو جلا جلا لیدنو کې د طالبانو د مذاکراتي ټیم قطر مېشتي ځیني‌ غړي‌ او تخنیکي ‌کومېټې منتظمین لیدلي‌او خپل ټیم ته یې سپارښتنه کړې چې د حکومتي‌ټیم له غړو سره ځانګړې لیدنې ونه کړي او د غوندي بحث شوي ‌معلومات محرم وساتي.

نن د شنبې ورځ عباس ستانکزی د قطري چارواکو سره تر لیدنه وروسته ماذدیګر له ملا برادر سره هم لیده کاته لري‌ او خبریال وېبپانې ته د ورکړل شویو معلوماتو پر اسا به ملا برادر چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر دی له وروستیو پر مختګونو او خپلو انتظاماتو خبروي.‌

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې انتهايي‌نېژدې شوې او را روانه دوشنبه به رسمآ پیل شي .

دا سي ‌راپورونه تر لاسه شوي‌چې د افغانانو ترمنځ د خپلمنځي‌ خبرو د څار په موخه د پاکستان د استخباراتي ‌ادارې ای ایس ای درې مامورین قطر ته تلونکي دي‌ او په ځینو برخو کې به طالبانو ته مشورې ورکوي.

دا ځل د طالبانو له لوري د خبرو لپاره پوره تیاری نیول شوی دی؛ که چېرته حکومتي‌ لوری له تدبیر نه کار واخلي‌ په دریو برخو کې ( چې دم ګړی یې خپرول تروخت وړاندي‌دي) پرمختګ شونی دی.

د یادو ولو وړده چې د بین الفغاني مذاکراتو لمړۍ غونډه به د قطر په دوحه کې د دوشنبې په ورځ وي ، دوهمه ترکمنستان او دریمه جرمني یا ناروې کې کېږي .

تر هغه وروسته پاکستان غواړي چې د بین الفغاني مذاکراتو د غونډو کوربه توب ترلاسه کړي.‌

هم دا راز د طالبانو د مذاکراتي ټیم یوه غړي‌ خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د پاکستان د استخباراتو مشر د طالبانو ملا عبدالغني برادر، ملا خيرالله خير خوا، محمد نبي عمري، شهاب الدين دلاور ، عبدالطيف منصور او قاري دين محمد ته ویلي دي چې د افغان حکومت او امریکا ګډه غوښتنه ده چې په افغانستان کې په موجوده تاوتریخوالي‌ کې کمبوت راشي نو شونې ده چې د مذاکراتو له پیل سره به تاوتریخوالی هم کم شي.

ملایعقوب او سراج الدین د سولي ‌د پروسې د خرابولو ګواښ کړی
عباس سانکزی: د سولې له خبرو اترو وروسته په نظام کې بدلون راولو
عباس ستانيکزی: د بين الاافغاني خبرو لپاره مو مرکچي پلاوی اعلان کړ
خټک :طالبان، که افغان حکومت ته اداره وايې دوی خپله د پنجاب لاس پوڅي دي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.