The news is by your side.

پښتين:د پنجابي رياست پر ضد د سختو لاريونو تابيا نسي

خبريال ويبپاڼه /د پښتون ژرغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين پرون ناوخته په خپله ټويټر پاڼه د د دې غورځنګ د يوه بل مخکښ غړي محسن داوړ نيول کيدو ورړسته دغه څرګندونې وکړې او د داوړ د نيول کيدل د پنجابي رياست له خوا په سختو ټکو وغندل.

ښاغلي پښتين محسن داوړ ته په اشارې ليکلې د داسي يو چا نيول چې په خپله د ترهګرۍ او بې عدالتۍ پر خلاف مبارزه کوي او د پاکستان په پارلمان کې هم فعال غړيتوب لري دا د پاکستاني پوځ او پنجاب رياست له پښتونو سره ښکاره دوښني څرګندوي.

هيره دي نه وي چې پرون مازيګر د پښتون ژغورنې مخکښ غړی د پاکستان په پارلمان د پښتنو د حقونو مدافع محسن داوړ د بلوجستان ايالت په هوايې ډګر کې ونيول شو او له الوتکي ورته د کوزيدو اجازه ورنه کړل شوه خو وروسته بيا د بلوجستان مرکزي چارواکو له ځان سره بندي کړی.

ښاغلي پښتن وويل که محسن داوړ تر سبا پوري را خلاص نشي نو دوی به هم ارام کيننې بلکي ددې ظالم رياست په وړاندي به په سختو لاريونونو لاس پوري کړي.

عسکر نديم چې په دغه سفر کي له محسن داوړ سره مل وو د داوړ له نيول کيدا وروسته يې سم دلاسه خبري کانفرانس داير کړ په دغه خبري کانفرانس کې نديم عسکر خبريالانو ته وويل چې د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ غړی د بلوجستان چارواکو په زور ونيوه او هغه ته يې اجازه ور نه کړه چې ددې غورځنګ د غړو فاتحي ته لپاره روان وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي ښاغلي ننګیال خبریال وېب پاڼې ته وویل، چې دوی چمن او لغړې سیمو ته د پښتنو شهیدانو فاتحې، د زخمیانو پوښتنې ، د ایت الله بلوڅي بې رحمې مړینې پوښتنې او د لغړې سیمو له کاروباریانو سره د لیدنې په موخه ورغلې وو چې د پاکستاني ریاست له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پاکستان د پارلمان غړی محسن داوړ ونیول شو.

هيره دې نه وي چې د پاکستان د پارلمان هر غړی حق لري چې د خلکو پوښتني ، فاتحي او ليدنې ته ولاړ شي. خو د پښتون ژرغوني غورځنګ غړي محسن داوړ ته د پنجاب رياست دغه حق هم نه ورکوي.
د ننګيال په وينا چې پنجاب له پښتنو سره ښکاره دوښمني او ظلم کوي چې دوی به هيڅ کله ددې ظلم په وړاندي چوپ پاتي نشي.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستانی ریاست پرته له کوم ډل جرم څخه د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي نیسي او زندان ته یې اچوي، بلکې تر دې وړاندې يې هم د دې غورځنګ د مشر منظور پښتین په ګډون د پښتون ژعورني غورځنګ نور مخکښ غړي هم څو ځلې پهذزور او زبردستۍ نيولي او يا يې ځيني نور بنديزونه پرې لګولي دي.

بايد وويل چې د منظور پښتين په مشرۍ د پښتون ژرغورني غورځنګ د څو کالو راهسي د پښتنو.د حقونو.لپاره د کرښي هغې غاړي ته مبارزه کوي چې ډيری ځله د پنجابي رياست له خوا له ډيرو ستونزو سره مخ کيږي او هسي يوه بهانه زندانونه ته ليږدول کيږي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance