The news is by your side.

د سولي مرکچي پلاوی ولي وځنډيده؟

خبريال ويبپاڼه /د سولي او بين افغاني خبرو د پيل خبري هغه وخت په رسنيو کې ډيري ګرمي شوي د چې د افغان حکومت له لوري د طالبانو يوازنی شرط د ټولو ۴۰۰ خطرناکو طالبانو خوشي کول هم پوره شو.

بل خوا طالبانو هم د افغان پوځ هغه شپږ کومانډويان خوشي کړل چې له دوی سره په بند کې وو.
داسي ويل کيده چې د بنديانو د تبادلي لړۍ د يوې پټې هوکړې په ترڅ کې چې د افغان حکومت او طالبانو تر سره شوي بشپړه شوه.

د يادولو وړ ده چې د طالبان بنديانو د خوشي کيدا لړلۍ له بشپړېدا وروسته د سولي د عالي شورا وياند فريدون خوځون رسنيو ته وويل چې ددوی مرکچي پلاوی به سبا د قطر پلازمينه دوحي ته سفر وکړي چې تر اوسه هم لا دغه پلاوی د قطر پلازمينې دوحې ته نه دی تللی.

تيره ورځ د طالبان يوې معتبري سرچينې خبريال ويبپاڼه ته ويلي وو چې د طالبانو په مشرتابه پلاوي کې جنجالونه او ناندرۍ رامنځته شوي.

د سرچينې له خوا ويل شوي وو چې د طالبانو نظامي مشر ملايعقوب او د حقاني شبکي چې په دې وروستيو کې له طالبانو سره ګډه شوه مشر جلال الدين حقاني د سولي د پروسې د ګډولو ګواښ کړی دی.

سرچينه زياتوي چې د طالبانو په مشر تابه پلاوي کې هغه وخت جنجال رامنځته شوی چې د طالبانو د قطر دفتر سياسي مشر ملابرادر د ملايعقوب او جلال الدين حقاني پر ځای دوه نور طالب مشران د سولي په مرکچي پلاوي کې شامل کړل.

افغان حکومت هم تاييد کړي چې ددوی د سولي مرکچي پلاوی له دې امله ځنډيدلی چې د طالبانو له خوا د سولي مرکچي پلاوی په سر جنجالونه روان دي. د حکومتي سرچينې په وينا تر اوسه لا طالبان نه دي توانيدلي چې د بين افغاني خبرو لپاره مرکچي پلاوی بشپړ کړي.

دغه حکومتي سرچينه زياتوي چې د معصوم ستانکزي په مشرۍ به د افغان حکومت د سولي مرکچي پلاوی به تر هغو د قطر دوحې ته سفر ونه کړي تر څو طالبان مشرانو په خپل منځ کې رامنځته شوي جنجالونه نه وي حل کړي او د سولي مرکچي پلاوی يې نه وي ټاکلی.

پاکستان ته د طالبانو له سفر سره همهاله ړاسي اوازې خپري شوي چې ګواګي د طالبانو د قطر سياسي دفتر مشر ملابرادر او ددې ډلي د مشرتابه شورا غړي عباس ستانکزي ترمنځ اړيکي خړپړ شوي او د دوی ترمنځ اخطلاف دومر ژور شو چې عباس ستانکزی له ملا برادر سره د پاکستان له سفره ډډه وکړه.

خو پاکستان ته د طالب چارواکو له سفر او هلته د پاکستان د استخاراتي ادار له مشره سره له کتلو وروسته څه باندي دوه اونۍ وړاندي د طالبانو د قطر دفتر د شير محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د سولي لپاره ۲۱ کسيز مرکچي پلاوی اعلان کړ.
چې ډيری غړي يې ددې دفتر د مشرتابه شورا غړي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.