د ۲۰۲۰ کال تر ټولو زيات خرڅ شوي فلمان
خبريال ويبپاڼه /د کرونا (کويډ ۱۹) د خپريدا له امله د نورې نړۍ په څير د هندۍ سينما په فلمي صنعت او فلم جوړوني هم دورند اغيز وکړ.
په هند کې ټولي سينماوې وتړل شوي د فلم جوړوني ، اکټينګ او ليدنې پروسي ټکني او په يوه مخيز ډول وتړل شوې چې تر اوسه هم په پوره ډول نه دي خلاصي شوي خو داسي ويل کيږي چې په راتلونکي مياشت کې به پرانستل شي.
د يادولو وړ ده چې په ۲۰۱۳ کال کې د هند سينما له چين او هاليوډ سينماګانو څخه مخکي شوه چې په هماغه کال يې ۱۶۰۰ فلمونه جوړ کړي وو، او په ۲۰۱۵ کال کې هم دغي سينما تر ۲ ميليارده زيات کاروبار کړی وو چې په هغه وخت کې د نړۍ په کچه تر ټولو ډير کاروبار وو.
که څه هم ددغه کال په پيل جنوري،فبروري مياشتو کې هم باليوډ سينما ښه وه خو په هند کې د کرونا له خپريدا وروسته باليوډ سينما په ځوړ او يو مخيز ډول بنده شوه.
د باليوډ سينما د ۲۰۲۰ کال تر ټولو ډير کاروبار کوونکي غلمونه
تانجي (بې نومه جنګيالی)
دغه فلم چې په تاريخي او بيوګرافي ژانر باندي جوړ شوی د فلم مرکزي لوبغاړي (اجي دوګان) او (سيف علي خان) دی چې تر کرونا مخکي د جنوري په لسمه بازار ته وړاندي شو.
ددغه فلم په داستان کې لولو چې د هند مغلولي امپراطور غواړي په هند کې خپل واک وغزوي خو تانجی چې ددې امپراطور سرلښکر دی امپراطور غافلګير کوي او په هند کې يې د واک مخه نسي.
په دغه فلم چې ۱۵۰ کروړه هندۍ روپۍ مصرف شوي تر اوسه يې ۳۶۵ کروړه هندۍ روپۍ ګټلي چې د ۵۲ ميليونو ډالرو سره برابر دي.
ياغي ( Baaghi)
دغه فلم چې د لومړي او دويم باغي فلم په لړۍ باندي جوړ شوی ټايکر شروف يې مرکزي لوبغلړی دی چې په لومړي ځل له خپل پلار سره په رښتني بڼه د پلار او زوی رول لوبوي.
دغه فلم تر اوسه ۱۳۷ کرورړه کاروبار کړی چې ۱۹ ميليونه ډالر کيږي.
سپڅلی کور (Ala vaikuthapurramloo)
دغه فلم چې د هند په سويلي سينما کې جوړ شوی په تلوګويې ژبه دی چې مرکزي لوبغاړي يې (الوجان ارجون) او پوجا هګده دي.
ددغه فلم په داستان کې وينو چې يو کارکونکی د خپلې اداري له ريس سره ډيره کينه کوي. حال دا چې په همدې وخت کې يې زوی پيدا کيږي همغه خپل زوی ته د ريس په سترګه ګوري.
دغه فلم ۲۶۹ کروړه کاروبار کړی دی چې ۳۷ ميليونه ډالر کيږي.
عدالت
ددې فلم مشهور لوبغاړي راجينيکانت ، ناتانتار او نيويتا توماس دي ۳۵ ميليونه ډالره کاروبار کړی دی.
ضربه
دغه فلم چې په چاپاني ژانر جوړ شوي ۲۵۲ کروړه کاربار کړی.
هيره دې نه وي چې د باليوډ سينما د فلميونه د خرڅلاو شميري د کرونا تر خپريدا مخکي وي خو کله چې کرونا په هند کي زياته او د ګڼو کسانو ژوند يې واخيست د هند حکومت اړ شو د نورو ګڼ نفوسو ځايونو په ګډون د باليوډ د سينما کارونه هم وتړل.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.