The news is by your side.

د هند د مرسته شوو غنمو اتمه بيړۍ چابهار ته راوسيد

خبريال ويبپاڼه/د هندوستان له لوري د هغو ۷۵ زره ټنو مرستو شوي غنمو څخه نن دا اتمه بيړۍ ته چې چابهادر بندر ته رارسيږي.

د افغانستان لپاره د هند د مرسته شوو غنمو اتمه بيړۍ په داسي حال کې د چا بهار شهيد بهشتي بندر ته راسيږي څه موده مخکي هم ددې هيواد له لوري له اففانستان سره د مرسته شوو غنمو مرستي را رسيدلي وي د هغو مرستو له لړۍ څخه دا اتمه بيړۍ ده.

د چا بهار بندر ايراني چاواکو هم ويلي چې د هند له لوري په غنمو بار بيړۍ د چا بهار بندر ته راسيدلي او دوی هم کوښښ کوي چې ډير ژر ددغې بيړۍ غنم افغان چارواکو ته تسليم کړي.

د هند له دې مرستو شوو غنمو سره چې له چا بهار بندر څخه افغانستان ته را واريديږي ۶۰ زره ټنو ته ورسيده.

د ياد ولو وړ ده چې دوه مياشتي مخکي هم په داسي حال کې چې ټوله نړۍ په تيره بيا افغانستان د کرونا ويروس له خپريدا سره لاس او ګريوان وو د هند هيواد د مرسته شوو غنمو لومړۍ چپه چې ۵۰۰۰ ټنه غنم وو وو افغانستان ته را ورسيده.

هيره دې نه وي چې هغه د غنمو تر څنګ هند هيواد له افغانستان سره د کرونا د مخنوي له لپاره زيات شمير درمل هم د يوې چورلکي پواسطه افغانستان ته را وليږدول.
چې ددغو درملو له ډلې پنځه سوه زره کلورکين او سل زره پراسيتامول چې تر اوس محاله د کرونا په مخنوي کې ډير اغيز ناک ثابت شوي افغانستان ته ورکړل شول.

بايد وويل شي هندوستان د مرستو تر څنګ ډيريو هيوادنو په تيره بيا نړيوال بانګ ډيري مرسته وکړي.
همهغه مهال د کرنتين په شپو او ورځو کې افغان حکومت په ټولو لويو ښارونو کې د پخې د ډوډۍ د ويش پروسه پیل کړه چې له سره جنجالونو اږ ناندريو سره مخ وو. د وچې ډوډۍ د پروسې له ختميدا وروسته ډير داسي راپورنه رابرسيره شول چې افغان چارواکو پکي زيات فساد او په ميلينونه روپۍ غلا کړي وي. چې تر اوسه لا د تورنو او سپيناوي د لړۍ لا هم ګرمه روانه ده.

د يادولو وړ ده چې دری ورځي مخکي هم د ولسي جرګي له لوري د دويم لپاره د ملي دسترخوان په نامه هغه پروسه چې بې وزلو ته د ورکړي ډوډۍ ورکوي رد کړه.
دغه پروسه يو ځلي مخکي هم د ولسمشر غني په منظورۍ ولسي جرګي ته وړاندي شوه تر له دغې جرګي څخه د باور رايه واخلي خو.د جرګي ګډون والو د رايې په اکثريت رد کړه.
داسي ويل کيږي چې ملي دسترخوان ۲۴۷ ميلينونه ډالر لګښت راځي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.