ولسمشر غني نن د شپږي ملي سيالۍ پرانيزي
خبريال ويبپاڼه /ټاکل شوي چې نن څو ساعته وړاندي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف په پلازمينه کابل کې د شپږيزي ملي سيالۍ پرانيزي.
د کرکيټ بورډ اجرايوي مشر فرهان يوسفزي څو شيبي مخکي خبريال ويبپاڼې ته وويل چې ټاکل شوي نن شنبه له غرمي وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شپږيزي ملۍ سيالۍ پرانيزي.
د ښاغلي فرهان په وينا د شپږيزي پرانست غونډي ته يې د ولسمشر غني په ګډون ډيری لوړپوړي دولتي چارواکي، د رسنيو استازي او د مدني ټولني غړي ور بللی دي.
د کرکيټ بورډ مشر فرهان يوسفزي له خبريال ويبپاڼې سره په خبرو کې وويل چې د سږ کال د سپږيزو سيالۍ به له نورو کلونو بيخي بيل ډول او ځانګړو مراسمو تر سره شي.
د کرکيټ بورډ مشر هغه ټول تورنه رد کړه چې په دې ورستيو کې د روڼتيا څار بسټ له لورې پر دغې ادراې لګول شوي وو.
د رڼتيا څار بنسټ په څيړنه کې ويلي چې په کرکيټ بورډ کې پراخ فساد شوی. دغه بنسټ تور پوري کوي چې د افغان بورډ د اداري غړي ټولو د سياسي ااو شخصي ملحوضاتو له مخي ټاکل کيږي.
د روڼتيا څار بنسټ په راپور کې دا هم ويل شوي چې دکرکيټ بورډ له لوري په هغو ځايونو کې لوی فساد شوی چې د ښځينه کرکيټ لوبغاړو لپاره جوړ شوي.
د رڼتيا څار بنست په داسي حال کې پر کرکيټ ورستي تورنه لګوي چې په دې ورستو کې ددې اداري په مشرتابه شورا کې پراخ بدلونه رامنځته شول. افغان کرکيټ بورډ پخوانی مشر چې د اوسني بورډ د مشرتابه شورا غړی عاطف مشعل له واک څخه او له کرکيټ بورۀ څخه ويستل شو.
بايد وويل شي د شپږي سيالۍ هر کال په دغو شپو کې په ډيرو شاندارو مراسمو تر سره کيږي چې د شپږو لوبډلو تر منځ د لسو اورنو لوبه تر سره کيږي.
چې د افعانستان له کوټ ، کوټ څخه په رزکونه نندارچيان د شپږيزي د ليدولو لپاره د غازي لوبغالي ته راځي.
د تير کال د شپږيزو جال سيالۍ د مس عينک لوبډلي وګټلي د محمد نبي عسي خيل لوبډل مشر وو.
چې د بالينګ په برخه د افغان ملي لوبډلي تکړه توپ اچوونکی نوين الحق هم ملګری وو.
او بيټنګ په برخه کې بريدګر ټوپ وهونکی ګبرز مس عينک تر ټولو تکړه لوبغاړي وو.
خو سږ کال معلومه نه ده چې ددې سيالۍ ګټه به د کومي لوبډلي په برخه کي وي ځکه په لوبډله او ټول کاري ټيم کې جوت تغيرات راغلي دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.