محسن داوړ له بلوچستان نه اسلام اباد ته انتقال شوی

خبریال وېب پاڼه/ د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی محسن داوړ چې پرون د پاکستاني ریاست له لوري په بلوچستان کې نیول شوی او بندي شوی وو، نن د ریاست له لوري اسلام اباد ته انتقال شوی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د محسن داوړ د نیولو په غبرګون کې ویلي، که ریاست ژر تر ژره محسن داوړ ازاد نه کړي، دوی به پراخ احتجاجونه وکړي.
پښتین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د پاکستان ریاست د پارلمان له یو پښتون غړي سره داسې چلند کوي، نو له دې معلومیږي چې د نورو پښتنو وضعیت به څه ډول وي؟
پاکستاني ریاست محسن داوړ پرون ورځ جنوبي پښتونخوا کوټې ته د تګ په تور نیولی او زندان ته یې اچولی دی.
محسن داوړ د پاکستان د قامي اسمبلۍ او پي ټي ایم غړی دی او پاکستانی ریاست دا اجازت نه ورکوي چې د جنوبي پښتونخوا سرښار ګوټې ته لاړ شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي ښاغلي ننګیال خبریال وېب پاڼې ته ویلي وو، چې دوی چمن او لغړې سیمو ته د پښتنو شهیدانو فاتحې، د زخمیانو پوښتنې ، د ایت الله بلوڅي بې رحمې مړینې پوښتنې او د لغړې سیمو له کاروباریانو سره د لیدنې په موخه ورغلې وو چې د پاکستاني ریاست له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پاکستان د پارلمان غړی محسن داوړ ونیول شو.
نوموړی ویلي، محسن داوړ هېڅ جرم او قضیه نه لري او ریاست پرته له دې چې د محسن داوړ جرم معلوم کړي ونیولو.
ښاغلي ننګیال زیاته کړې وه، چې دا په پارلمان کې د پښتنو استازي، ټولو پښتنو او د غورځنګ غړو ته سپکاوی دی چې موږ یې په کلکه غندو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وایي، پاکستانی ریاست وچه په وچه غواړي له پښتنو سره خپلې تعصبي چلند ته دوام ورکړي، د پښتنو او بلوڅو یو ځای کېدل نه شي زغملی او نه غواړي پښتانه او بلوڅ په خپلو منځونو کې سره خواخوږي ولري، پاکستاني ریسات چې د پښتنو پر خلاف د جنګ کومه سټراټیژي روانه کړې، نه غواړي د دوی پر وړاندې پښتانه او پښتانه ځوانان را وېښ او بیدار شي.
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستانی ریاست پرته له کوم جرمه د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي نیسي او زندان ته یې اچوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم د غورځنګ مشر منظور پښتین او نور مخکښ غړي څو ځلې پرته له کومې قضیې نیولي او یا یې پرې د سفرونو بندیز لګولی دی.
پاکستانی ریاست په لویه خیبر پښتوخوا او نورو پښتون مېشتو سیمو کې له پښتنو سره له انساني اوصولو وتلی چلند کوي، وهي یې، د زندان د تورو تمبو شا ته یې ور اچوي او په پټ په پټه یې شهیدانوي چې په دې توګه غواړي پښتانه کمزوري او ختم کړي.