ډاکتر عبدالله عبدالله او زما آندې! نجیبه فیض
خبریال وېبپاڼه – که څه هم زه همېشه تر اورېدلو پر لیدلو زیاته عقیده لرم؛ خو د افغان سیاست وال عبدالله عبدالله په تړاو مې ځینو مخصوصو کړیو او ځانګړو رسنیو فکر، خیال او ذهن ټول داسي را ګډ وډ کړي وو، چې تر لیدلو ها خوا مې اورېدلو باندي هم ورو ورو عقیده برابرېده.
څه موده وړاندې مې له یوې افغانې پښتنې سیاست والې هیلۍ ارشاد سره پر هم دغه سیاستوال عبدالله عبدالله بحث وشو؛ خبرې اوږدې او آن تر دې چې په ځینو برخو کې ترخې شوې؛ خو دا پر خپل دریځ ولاړه وه او بیا بیا یې دا خبره کوله چې:
« نجیبې ته له اورېدلو غږېږې؛ ته باید عبدالله عبدالله وګورې.» ما ورته وویل چې سمه ده، تاسو ملاقات راته تنظیم کړئ زه به عبدالله عبدالله وګورم.
حیرانه وونکې دا وه چې هیلۍ جانې ټلیفون اوچت کړو او کوم کس ته یې وویل چې نجیبه فیض غواړي له ډاکتر صیب عبدالله عبدالله سره وګوري، او دا کار که نن وشي زموږ وخت به بچت شي.
دا د جمعې ورځ وه او جمعه مبارکه په کابل او ټول افغانستان کې داسي رخصتي وي چې په رسنیو کې خبرونه هم نه موندل کیږي او خبریالان رخصت وي؛ نو داسي ورځ باندي له یوه داسي افغان چارواکي سره چې د نیم افغانستان واګې یې لاس کې وي لیدل بیخي نا شوني راته ښکاره شول خو هله حیرانه شوم چې ملګرې مې راته وویل چې ځه چې ځو ډاکتر صیب عبدالله عبدالله به وګورو.
د ډاکتر اعبدالله عبدالله کور!
موږ د ډاکتر عبدالله عبدالله کورته ورسېدو او دا کور د افغانستان د ځینو نورو لوړرتبه چارواکو له کورنو نه مختلف برېښېدو. دلته هرڅه لرګین او یو نابلده غوندي ډیزاین وو چې ما کابل کې نه وو لیدلی، دوه علته کېدای شي :
لمړی دا چې زه ډېرو کورونو ته نه یم تللې او د افغان سیاستوالو کورونه مې نه دي لیدلي.
دوهم دا چې ښايي د عبدالله د کور ډیزاین به رښتیا هم مختلف وو.
د کور په تقریبآ هره برخه کې د پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود بیلا بیل او په بیلا بیلو ډولونو جوړشوي انځورونه وو چې یو یې ځکه ډېر راته جالب وو چې په وړو وړو تیګو یې د احمد شاه مسعود انځور جوړ کړی وو.
د کور بله ځانګړنه یې دا وه چې هلته د احمدشاه بابا او میرویس خان نیکه انځورونه هم را ځوړند وو.
هم دا راز له ډېری نورو افغان کورونو سره ددغه کور توپیر دا وو چې هر لوری یې د یوه کتابتون بڼه لرله، داسي کتابتون چې ښکارېده موډرن یا نوی کتابتون،خو کتابونه یې اکثره ډېر زاړه او آن تر دې چې قلمي نسخې هم پکې شاملي وې.
ډاکتر صیب عبدالله چې کله موږ ته خپل کور راښکاره کاوه ما د کور د ډیزان پوښتنه ترې وکړه چې دا چا ډیزاین کړی دی؟
په زړه پوري دا وه چې ډاکتر عبدالله عبدالله راته وویل چې کور ټوله ده خپله ډیزاین کړی دی.
زما لپاره بله حیرانونکې خبره داشوه چې د سترګو یو ډاکتر د کور په ډیزاین کې څومره پیاوړی او ښه سلیقه لري.
د ډاکتر عبدالله عبدالله مېلمه پالنه !
په ټوله نړۍ او په ځانګړي ډول افغانستان کې سیاستوال او مالداره خلک د کور کار او د مېلمنو خدمت ته ځانګړي کسان لري؛ ښايي عبدالله عبدالله به یې هم لري، خو د نورو افغانانو برخلاف د ډاکتر عبدالله په کور کې هغه موږ ته بیا بیا د چایو د را اچولو هڅه په خپله کوله خو ما یې ممانعت وکړ نو هرځل چې به ما ځان ته چای اچاوه ښاغلی عبدالله به راسره ولاړېده.
د عبدالله عبدالله دې حرکت ماته دوه پیغامه لرل :
لمړی دا چې ډاکتر صیب عبدالله مېلمه پاله شخصیت او د افغان دود سره سم یې د میلمه پالنې هڅه کوله.
دوهم دا چې هغه ځان تر خپلو مېلمنو بره نه باله او ښځو ته یې د ځانګړي احترام څرګندونه کوله.
دافغانستان د ملي مصالحې اوسني مشر چې د نیم افغان حکومت واګې یې په لاس کې دي داسي نه برېښېده چې په حکومت کې دې کومه دنده هم ولري؛ ډېر عادي برخورد او په پسته ژبه غږېده.
له ښځو سره د عبدالله عبدالله چلند!
ما وړاندي ویل چې ما د عبدالله عبدالله په تړاو ډېر څه اورېدلي وو او تر ډېره بریده مې قضاوت هم د اورېدلو پر بنیاد وو او داسي مې انګېرله چې ښايي ډاکتر عبدالله عبدالله هم د ځینو نورو افغان سیاستوالو په څېر لما سره د پردو چلند وکړي؛ ځکه څه موده وړاندي ما له یوه مشر افغان سیاستوال سره وکتل چې په اورېدلو تر عبدالله عبدالله ښه راته برېښېده خو چې و مي لیدلو نو هغه سپین ږېري ځکه د مرکې کولو انکار راته وکړ چې دده په وینا هغه ویل چې طالبان به خفه شي چې زه له تاسو (نجیبه فیض) سره مرکه وکړم.
هلته له ماسره یوه بهرنۍ خبریال هم موجوده وه چې په لڅو پنډیو یې دا محترم مشر ولیدلو خو نوموړي له هغې سره مرکه وکړه او ماته یې چورلټ ځواب راکړ.
که څه هم هغه یو پښتون او ډېر محبوب سیاستوال وو خو زما لپاره پوښتنه داوه چې د طالبانو خلاف کلونه جګړه کوونکي دې سیاستوال یوازي له دې خاطره له ماسره مرکه ونه کړه چې له دنه به طالبان خفه شي ؟
زما ذهن کې ځواب (نه) وو؛ ځکه ښايي هغه ته به زما سرتور سر بې ارزښته برېښېده او یا دا چې زه آرټیسټه او ژورنالیسټه یم ښايي هغه ښاغلي ته به زما آرټ بد برېښېده؛ خو دا چې عبدالله له هغه سپین ږېري سیاست وال نه ډېر بدل وو نو زه ډاډه شوم چې د ښځو په تړاو د عبدالله عبدالله نظر له ډېرو نورو افغان سیاست والو بیل دی او نوموړی ښځو ته په درنه سترګه ګوري او د برابري په حقوقو ورته قایل دی.
د عبدالله عبدالله سیاست !
زه سیاستواله نه یم؛ سیاست مې نه خوښیږي او په تلویزونونو کې چې کوم پروګرامونه چلوم یا مې تر دې وړاندي د ځینو پروګرامونو کوربه توب کړی دا ټوله غیري سیاسي تفریحي پروګرامونه وي؛ خو بیا هم د اورېدلو خبره ده چې د عبدالله عبدالله د منفي سیاستونو په تړاو مې ډېري خبرې اورېدلې؛ خو د شخصیت په تړاو یې ویلای شم چې دا سړی په خپل شخصیت پر ځان افغانان را غونډولای شي او د داسي اشخاصو فکر هم بدلولای شي چې همېشه یې دده په تړاو منفي اورېدلي وي.
نو که چېرته سیاست ته د ملي ګټو په چوکاټ کې وګورو په ځینو برخو کې به د نورو افغان چارواکو یا افغان سیاستوالو په څېر د ډاکتر عبدالله عبدالله سیاستونه هم د ملي ګټو سره په ټکر کې راغلي وي ، خو که سیاست ته پر ځان د ولس را غونډول او د هغوی نه د ځان په ګټه یا د خپلو سیاسي ګټو په موخه کار اخیستلو په سترګه وګورو نو بیا ډاکتر عبدالله عبدالله یو د افغانستان له بریالیو سیاستوالو دی.
لیکواله: نجیبه فیض
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.