The news is by your side.

٦ طالب بندیان قطر کې امریکایي هډې ته انتقال شوي

خبریال وېب پاڼه/ شپږ جنجالي طالب بندیان قطر کې امریکایي هډو ته انتقال شوي او د بین الافغاني مذاکراتو پر مهال به قطر کې د امریکا تر نظر بند لاندې وي.

یاد شپږ تنه جنجالي بندیان هر یو، محمد داؤود، اکبر خان، نقیب الله، عبدالصبور، حکمت الله او سید رسول د افغان حکومت له بند نه دي ازاد شوي، بلکې د حکومت له بنده قطر ته د امریکا کمپ ته لېږل شوي او هلته به د امریکا تر نظر بند لاندې وي.

خبریال وېب پاڼې د قطر دفتر یوه غړي تأیید کړې، شپږ هغه بندیان چې بهرني هېوادونه یې په اړه ملاحظات لري د خوشې کولو سره یې مخالف دي او د جرمونو دوسیې یې درنې دي، قطر ته د امریکا کمپ ته لېږل شوي او هلته به ساتل کیږي.

یاد بندیان به تر هغې د امریکا په پوځي هډه کې د امریکا تر نظر بند لاندې وي، څو امریکا یې د خوشې کولو په تړاو له اسټرالیا او فرانسې سره جوړ جاړی نه وي کړی.

د طالبانو له منځه د خبریال وېب پاڼې سرچینو ویلي، چې د یادو بندیانو د پاسپورټ د عکسونو مخونه تور شوي، څو دوی بل هېواد ته په پټه سفر ونه شي کړی.

تر دې دمه لا په قطر کې مېشت طالبان له دې کسانو سره په مخامخ اړیکه کې نه دي، خو ښایي ژر د دوی تشریفاتي ډله ورسره له نژدې وګوري.

شپږو واړو بندیانو ته افغانستان د کورنیو چارو وزارت له کابله پاسپورټونه ورکړي او د یوې ځانګړې الوتکې په وسیله انتقال شوي دي، خو تر اوسه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ته د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري اجازه نه ده ورکول شي چې دا مسله له رسنیو سره شریکه کړي.

قطر ته د یادو بندیانو له لېږلو ښکاري چې بین الافغاني مذاکرات به هم په لنډ وخت کې وي، دواړو لوریو مذاکراتو ته تابیا ښودلې خو تر اوسه د مذاکراتو د پیل کره نېټه نه ده اعلان شوې.

تر دې وړاندې هم څو څو ځل د افغانانو د خپل منځي خبرو د پیل نېټه اعلان شوه خو په بیا بیا ځل د یوې او بلې خوا د بهانو او پلمو او شرطونو له کبله تر دې ځایه راغلل، لا هم باور نشته کې د بین الافغاني مذاکراتو کره نېټه اعلان شي، په بیا ځلي هم د طالبانو له لوري په پلمو او بهانو ځنډول کېدی شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.