The news is by your side.

په هیواد کې د انارو حاصلات لس سلنې زیات شوي

خبريال ويبپاڼه /د کرنې وزارت:روان کال کې به نږدې ۲۰۰ زره ټنه انار په هیواد کې تولید شي
د روان کال په لړ کې به د هیواد په لسو ولایتونو کې د انارو حاصلاتو لس سلنه زیاتوالی ومومي.
د کرنې وزارت وړاندینه ښیې چې افغانستان به په روان کال کې نږدې دوه سوه زره ټنه انار تولید کړي چې یوازې اتیا سلنه یې به د کندهار ولایت څخه ترلاسه شي.

خو یو شمیر بڼوال له همدا اوس څخه د حاصلاتو پلور لپاره یې د مناسب بازار نشتون له امله اندیښنه لري.
د انار حاصلاتو فصل د ټولیدو په درشل کې د هېواد په صاداراتي توکو باندې بندیزونه په ځانګړې توګه د پاکستان سره په پوله کې دا بندویزونه لرې شوي نه دي.
د کرنۍ مالدارۍ وزارت وړاندوینې په بنسټ سږکال به افغانستان له ۱۹۰ زرو ټن څخه زیات انار تولید کړي. له تیر کال څخه دولس زره ټنه زیات
د هېواد ۸۰ سلنه انار د کندهار څخه لاس ته راځي او وروسته بلخ او کاپيسا افغانستان کې ډیری انار تولیدوي.

پاکستان او هند بیا د افغانستان انارو عمده بازارونه جوړوي. په روان کال کې بیا پاکستان ته د ځمکې لارې او هند ته هوايي لارو په صادراتو بندیزونه لګول شوي دي بل لوري بزګران د سړو خونو نشتون له امله نه شي کولای توکي وساتې او په دې برخه کې نیوکه کوي.
له هغه سترو اتو سړو خونو چې حکومت یې د جوړیدو ژمنه کړې ده تراوسه پورې هیڅ یوه یې هم ګټه اخیستنې ته چمتو شوې نه ده.
د هېواد کورنیو ناخالص تولیدات کې د بزګرۍ برخه پنځه ویشت سلنه دی او ډير د کلیو او بانډو میشت خلک له دې لارې څخه خپل عواید پیدا کوي.

خو بل پلو بيا د کرني او مالدارۍ وزارت وايې چې سږ کال به د نورو کلونو په پرتله په افغانستان کې د زعفرانو هم عايدات زيات او ددې وزارت د يوې وړاندويني له مخي به سږ کال له ټول هيواد څخه ۲۴ متريک ټنه زعفران راټول شي.

د کرني او مالدارۍ وزارت وياند اکیر رسمتي رسنيو ته ويلي چې سږ کال په ټول هيواد کې په ۱۰ سلنه زياته ځمکه زعفران کرل شوي دي چې د لومړنيو شميرو له مخي سږ کال په ټول هپواد کې د زعفرانو عايد په زياتيدو دی.

که څه هم زعفران د هيواد له غوره صادراتو څخه دي چې نوري نړۍ ته صادريږي خو په دې وروستيو کې د زعفرانو د ليږد پروسه ټکنۍ او له ځينو خنډونو سره مخ شوي وه.
ښاغلی رستمي سږ کال کروندګرو ته ډاډ وروکوي او وايې چې د نورو محصولاتو تر څنګ يې افغاني زعفرانو په نړيواله کچه بازار موندنه کړي ده.
د اکبر رسمتي په خبره سږ کال به له ټول هيواد څخه ۲۴ متريک ټنه زغفران راټول شي. درسمتي په وينا چې دا د کرني په برخه کې تر ټولو ښه زيری دی.

د کرني او مالدارۍ د وزارت د شميرو له مخي سږ کال په ۸ زره هکتاره ځکه رغفران کرل شوي دي حال دا چې تير کال په ټول هيواد کې ۷ زره او ۵۵۰ هکتاره ځمکه زعفران کرل شوي وو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.