The news is by your side.

د سولې د خبرو پيل او د طالبانو د بريدونو زياتوالی

خبريال ويبپاڼه /د هیواد په بیلابیلو برخو کې د طالبانو د بریدونو زیاتوالی په اړه د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير وايې د سولې خبرو د پیلېدو له خبرونو سره همهاله طالبانو په هیواد کې نښتو ته زور ورکړی دی.
د ملي دفاع وزارت سرپرست وایي چې د بین الافغاني خبرو پیلېدو خبرونو سره همهاله په هیواد کې جګړې زور اخیستی دی.

اسدالله خالد چې د ختیځ ولایتونو د امنیت څیړنې په پار لغمان ولایت ته تللی وو وایي سره له دې چې په ټول هیواد کې جګړې زور اخیستی خو اوضاع تر کنټرول لاندې ده.

د دې وزارت مرستیال ویاند په خبره،دمګړۍ فاریاب،بلخ،میدان وردګ،هلمند،کندهار،لوګر او هرات ولایتونه د سختو نښتو شاهد پاتې شوي دي.

په ورته مهال کې یو شمیر پوځي شنونکي وایي چې طالبان په هیواد کې د جګړې زیاتوالي سره د سولې خبرو میز کې د امتیاز اخیستنې په لټه کې دي
.
د طالبانو او حکومت مخامخ خبرو پیلیدو په درشل کې د جګړې شدت

د هیواد په ختیځ ولایتونو یو شمیر برخو کې د نا امنیو زیاتوالي څخه اندیښنې د پوځ تر ټولو لوړ پوړي چارواکي پښه لغمان ته راوکاږله.
اسدالله خالد د دغه ولایت د امنیتي وضعیت ارزولو تر څنګ د هغه سرتیري کورنی لیدو ته لاړ چې څو ورځې مخکې په ننګرهار کې د پاکستاني پوځيانو سره په نښته کې ژوند يي له لاسه ورکړی وه
دفاع وزیر وايي قطر کې د حکومت او طالبانو خبرو پیل سره یو ځای جکړې په ټول هیواد کې شدت پیدا کړی خو خالد ټینګار کوي چې وضعیت کنترول کې دی.

خو د لغمان سیمه اییز چار واکي وايي د دغه ولایت د الینګار او الیشنګ او دولت شاه په شمول یو شمیر ولسوالیو امنیتي وضعیت مخ په خرابیدو دی او مرکزي حکومت باید جدي پاملرنه وکړي.

خو پوځي کارپوهانو وايي طالبان په هیواد کې د تاوتریخوالي زیاتوالی سره د سولې خبرو کې د زیات امتیاز اخیستو په هڅه کې دي تر څو پر حکومت فشار زیات کړي.

د حکومت او طالبانو مستقیمو خبرو په درشل کې هیله مندي دا ده چې په هیواد کې تاوتریخوالی کموالی ومومي خو داسي ښکاري د افغانستان سولې او جګړې بهیر په متوازي شکل پرمخ ځي ځکه هغه جګړه چې تل ملکي تلفات له ځان سره لري.

هيره دې نه وي چې داسي ټاکل شوي وو چ نن دوشنبه به د افغان مرکچي پلاوي د طالبانو د سوليرله مرکچي پلاوي سره مخامخ خبري وکړي. چې تر اوسه ددې خبرو د پيليدو.کوم څرک نه ليدل کيږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.