The news is by your side.

وروستۍ نا امنۍ او د نړيوالې ټولنې انديښنې

خبريال ويبپاڼه / په افغانستان کې د ورړستيو نا امنيو پر زياتيدو نړيوالې ټولنې انديښنه ښودلي او ويلې يې دي چې وروستۍ نا امني کولای شي د سولي روان بهير له ځنډ سره مخ کړي.

په افغانستان کې د اورپايې ټولني ماموريت او د کاناډا سفارت په افغانستان کې د تاوتريخوالي زياتيدل د سولي د اوسني بهير په زيان بولي.

د اورپايې ټولني ماموريت او د کاناډا سفارت په يوه ګډ بيان کې ويلي چې د افغانستان مسله د جنګ له لاري نه شي حل کيدای بلکي دا ۴۰ کلنه جګړه بايد د يوې منظمې ستراتيژي او پلان له مخې حل او افغانان خپل منځي خبرو ته سره کينې. په دغه بيان کې د سولي ورستي پرمختګ ته هيله ښودلي او ويلي دي چې دا ډول پرمختګ کولای شي په افغانستان کې د اوسني تاوتريخوالي مخنوی وکړي.

د اروپايې ټولنې په بيان کې ويل شوي چې افغان چارواکي او طالبان بايد له سختو لارو چارو کار وانهه خلي بلکي که غواړي په افغانستان دايمي سوله راشي نو تر ځني مسايلو دې تير شي.

په افغانستان کې د اروپايې ټولنې ماموريت او د کاناډا سفارت دغه څرګندونې په داسي حال کې کوي چې پرون په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع سرپرست وزير اسدالله خالد لغمان ته په يوه سفر کې وويل چې طالبانو د پاکستاني پوځ په اشاره تاوتريخوالي ته زور ورکړی.

د افغانستان دفاع سرپرست وزير زياته کړه چې پاکستان نه غواړي په افغانستان کېط دايمي سوله راشي بلکلي دده په خبره پاکستان غواړي افغانستان په سياسي لاط د ځان تابع او غلام وګرځوي.

ښاغلی خالدخالد چې د لغمان ته د هغه شهيد سرتيره فاتحي ته تللی وو چې دوه ورځي مخکې د پاکستاني پوځ سره په نښته کې شهيد شو.

دافغانستان د دفاع وزير له څرګندونو وروسته د ولسمشر غني لومړي مرسيال امرالله صابح هم ورته خبري کړي.ښاغلی صالح پرون له طلوع نيوز سره پع ځانګړي مرکه کې وويل د پاکستاني پوځ مشر باجوه او د استخباراتي ادراي مشر دا په ښکاره ومنله چې دوی طالبان روزي او هغوی ته پروژې ورکوي، بلکي طالبان ددوی د مليشو په څير په افغانستان کې کار کوي.

لومړي مرستيال امرالله صالح دا هم وويل چې د پاکستاني پوځ مشر باجوه ورته وويل چې اوس دوی له امريکا ويريږي او د هغوی له سخت فشار سره مخ دي، نو ځکه پاکستانی پوځ اړ شو چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کينوي.
که څه صالح وويل چې دی د سولي راتلو ته ډير خوشبين نه دی.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.