The news is by your side.

صالح: باجوه په ښکاره ورسره ومنله چې طالبان د دوی مليشي دي

خبريال ويبپاڼه /د ولسشمرۍ ماڼۍ لومړي مرستيال امرالله صالح پرون يکشنبه ماښام له طلوع نيوز سره په ځانګړي مرکه کې وويل چې د پاکستاني د پوځ مشر او ددې هيواد ستخباراتي ادراې مشر له ډير ټينګار وروسته په ارګ کې در په دری غونډه وکړه. د ښاغلي صالح په خبره چې د پاکستاني پوځ مشر باجوه او د استخباراتي ادراي مشر دا په ښاره ومنله چې دوی طالبان روزي او هغوی ته پروژې ورکوي، بلکي طالبان ددوی د مليشو په څير په افغانستان کې کار کوي.
لومړي مرستيال دا هم وويل چې د پاکستاني پوځ مشر باجوه ورته وويل چې اوس دوی له امريکا ويريږي او د هغوی له سخت فشار سره مخ دي، نوځکه د پاکستان پوځ اړ شو چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کينوي.
که څه صالح وويل چې دی د سولي راتلو ته ډير خوشپين نه دی.

د يادولو ده چې د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح وويل چې د پاکستاني د پوځ د مشر او ددې هيواد د استخباراتي ادراري مشر له ده څخه څلور غوښتني وکړې، خو ښاغلی صالح وايې چې ما تري انکار وکړ او ومي نه منلي ځکه دا افغانستان د غزت او وقار مسله وو. خو لومړي مرسيال هغه څلور غوښتني په ډاګه نه کړي چې د پاکستاني پوځ مشر باجوه له ده څخه کړي وي او څه ډول د افغانستان وقار له منځته تله.

د خبريال ددې پوښتني په ځواب کې چې تاسي ډيورنډ کرښه منئ؟
امرالله صالح وويل نه هيڅ کله بلکې د ډيورنډ کرښي د قرارد وخت وختي لا پوره شوی چې دافغانستان پخواني پاچا امير عبدالرحمن له برتانوي هند سره تړلی وو.اوس بايد موږ له پاکستان څخه خپله خاوره بيرته واخلو ځکه چې ډيورڼډ خو هسي يوه فرضي کرښه ده چې انګريزيزي استعمار په وخت کې کښل شوي وو.
د ښاعلي صالح په وينا پښور زموږ د تيرو شاهانو ژمنی پايتخت وو. بايد بيرته تير تاريخ را ژوندی کړو.

هغه وويل څنګه د خپل هيواد خاوره په لوی لاس پنجاب ته تسليم کړو، له کرښي هغې غاړي ته مو خپل وطن دی خپله خاوره مو ده که هغه پښور دی او که کوټه حتمن به يې افغانان له پاکستانه اخلي که موږ ونشو کړای زموږ بچي به دا کار کوي هغه خاوره د افغانانو وطن دی آو وي به.

امرالله صالح په خپلو خبرو کې دد تر څنګ په ځينو نور مهيهو موضوعاتو هم خبري وګړې هغه وويل چې تر هرڅه ماته ملي ګټي ډيري مهيمې دي. زه هر سهار د خدای په دې موخه کار پيلوم چې د خپل غريب ولس لپاره يو څه وکړم، ځکه ددې ولس د هر قشر سترګي موږ (چارواکو ته دي)

د ولسمشر لومړي مرسيال امرالله صالح وويل چې هيڅوک تر قانون پوررته نه دي بلکي هغه ټول چاروکي به د قانون منګولو ته را کشوي چې له قانونه يې سرغړونه کړي وي. امرالله صالح د فوټبال فداريسون پخواني مشر کرام الدين کريم ته په اشارې وويل چې دده په شمړل چې هر چا دده د خلاصون لپاره کوښښ کړی بايد ټول د قانون منګولو ته را کش کړای شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.