د طالبانو تازه ټاکل شوی پلاوی د محتوا له لحاظه بيخي نوی دی

خبريال ويبپاڼه/ د طالبانو د مشرتابه له خوا د سولي د بين الاافغاني مذاکراتو لپاره تازه ټاکل شوی پلاوی د محتوا له اړه بيخي نوی دی.

د مذاکراتي ټيم مشر
شيخ عبدالحکم د کندهار ولايت
ددې ټيم مرستيال شير محمد عباس ستانکزی د لوګر ولايت
۳: مولوي شهاب الدين دولاور د لوګر ولايت
۴: ملا شيرن اخوند د کندهار ولايت
۵: ملا خير الله خيرخواه د کندهار
۶: ملا عبدلطيف منصور د پکتيا
۷: محمد انس حقاني د پکتيا ولايت
۸: محمد سهيل شاهين د پکتيا ولايت
۹: ملا محمد فاضل مظلوم د زوزګان ولايت
۱۰: ملا عبدالمنان عمري د روزګان ولايت
۱۱: قاري دين محمد حنيف د بدخشان ولايت
۱۲: مولوي عبدالغني د بدخشان ولايت
۱۳: مولوي امير خان متقي د هلمند ولايت
۱۴: ملا عبدالسلام حنفي د جوزحان ولايت
۱۵: مولوي مطيع الحق خالص د ننګرهار ولايت
۱۶: ملا محمد نبي عمري د خوست ولايت
۱۷: شيخ قاسم ترکمن عمري د کندړز ولايت
۱۸: ملا عبدالحق وثيق د غزني ولايت
۱۹ ملا نورالله نوری د زابل ولايت
۲۰: مولوي عبدالکريم د هرات ولايت
۲۱: مولوي فريد الدين د پکتيکا ولايت.

که څه هم د طالبانو له خوا تازه د سولي مرکچي پلاوی د محتوا له لحاظه بيخي نوی او همه شموله دی.
خو اوس پوښتنه داده چې دغه ټيم به د افغان سولي لپاره څومره ګټور تمام شي؟

دطالبانو له خوا دغه تازه ټاکل شوي پلاوي ته په کتو ويلا شو چې دغه ټيم به د افغان سولي لپاره ډير ګټور تمام شي.ځکه په دغه مذاکراتي ډله کې هغه طالب مشران ټاکل شوي چې د طالبانو په ليکو کې پراخ نفوذ او واک لري.
ددغې نوي مذاکراني ډلي يوه بله ښه ځانکړنه دا ده چې دغه ټيم همه شموله دی دفغانستان له هرې برخه پکي طالب مشران را غونډ شوي چې له هرات څخه نيولي جوزجان ، بدخشان او د افغانستان د هر کوټ، کوټ څخه طالب مشرانو ته پکي برخه ورکول شوي ده.

خو وبه کتل شي چې طالبان د خپلي ډلي په پرتله څومره ملي ګټو ته ژمن او د طالبي فکر پر ځای څومره له ملي فکر ته ژمن دي.

هيره دي نه وي چې په طالبانو تر ډيره دا نيوکه کيږي پاکستان غواړي د دوی له ادرس په افغان حکومت خپلي غوښتني ومني.

خو طالبانو په وار ، وار دا تورنه رد کړي بلکي دوی وايې چې تازه ټاکل شوی د سولي مرکچي پلاوی يې د هر ډول پريکړی واک اوصلاحيت لري.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More