عليپور د پولسو په ګډون هاموي ټانګ او رينجره په زوره وړي
خبريال ويبپاڼه/ د عليپور ناقانونه وسلوالو په ميدان وردګ ولايت کې د پوليسو پر پوستو بريدونه کړي او ددو پوستو پوليس يې وهلي ډبولي له هغوی څخه يې سلاح او مهيمات وړي او شمير نور يې له ځان سره ژوندي بيلي دي.
د سميزو مليشو قوماندان علپيور او دده وسلواو مليشو نن سهار د ميدان وردګ ولايت بهسودو ولسوالۍ کې د ملي پوليسو پر ۲ پوستو بريدونه وکړل چې له يو څه جکړي وروسته ۳ تنه پوليس زخميان شوي او د پوليسو دواړه پوستې د عليپور کسانو نيولي او پر پوسته کې شته مهيمات او سلاووې يې هم چور او غلا کړي دي.
د ملي پوليسو له دغو پوستو څخه د علپيور کسانو يو هاموي ټانګ ، يوه رنيجر موټر او يو شمير درنې او سپکې وسلي له ځان سره وړي دي.
د عليپور او پوليسو تر منځ نښته د ميدان وردګ سميز چارواکي هم تاييدوي.
د ميدان وردګ د والي وياند رسنيو ته ويلي چې دوی له دې پښي خبر او پيښي ته يي نور ځواکونو ليږلي دي. د والۍ وياند زياته کړه چې په دې اړه يې مزکزي حکومت ته هم خبر ورکړی او وروستۍ پريکړه به مرکزي حکومت کوي او له هغه ورړسته به دوی لازم اجرات کوي.
هيره دي نه وي چې د هزاره مليشو سميز قوماندان عليپور دا لومړی ځل نه دی چې دا ډول ناقانونه کړني تر سره کوي او د امنتي ځواکونو په وړاندي جکړه تر سره کوي بلکي څو ځله مخکي هم عليپور له امنتي ځواکونو سره جکړي کړي دي.
عليپور نه يوازي دا چې له امنتي ځواکونو سره نښتي کوي بلکي هلته ميشت پښتانه يې همړ ډير کړولي او له هغوي څخه ځمکي کورنو، او باغونه يې په زوره غصب کړي دي.
دبهسودو ځايې اوسيدونکي وايې چې د علپيور ظلمونه بيخي زيات شوي په تيره بيا پر پښتنو عليپور او وسلوال يې ډير ظلمونه کوي.
بايد وويل شي چې عليپور تير کال هم د افغان کومانومانډويانو له خوا ونيول شو خو د ځينو لوړ پوړو دولتي چارواکو د فشار له امله بيرته خوشي کړای شو.
داسي ويل کيږي چې د ولسمشرۍ ماڼي دويم مرستيال سرور دانش د عليپور ټينګ ملاتړ او حمايت کوي.
بايد وويل شي چې د ميدان وردګ د بهسودو ولسوالۍ ځينو اوسيدونکو رسنيو ته ويلي چې که حکومت د عليپور مخه ونه نسي نو دوی به اړه شي چې له وسلوالو طالبانو سره لاس يو کړي او له هغوی څخه په دې اړه مرسته وغواړي.
د يادولو وړ ده چې يوازي عليپور نه دی چې افغان حکومت ننګوي بلکي د عليپور په څير ډير ناقانونه د مليشو قوماندان شته چې حکومت ته يې سر خوږی جوړ کړی.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.