The news is by your side.

خليزاد:د خپل منځي خبرو د پيل لپاره د قطر ته ولاړ

خبريال ويبپاڼه/د سولي په برخه کي د امريکا د محتده ايالاتو ځانګړی استازی نن يکشنبه د قطر پلازميني ته دوحي ته سفر وکړی.

دافغانستان د بهرنيو چارو وزارت څخه په يوه خپره شوي خبرپاڼه کې ويل شو چې زلمی خليزار د سولي د بين افغاني خبرو د پيل په موخه د قطر دفتر پلازمينه دوحې ته تللی دی.

د خبرپاڼې له مخي زلمي خليزاد ، د افغان حکومت د سولي مرکچي پلاوی او د طالبانو د سولي مرکچي پلاوی به په لومړي سر کې په سراسري اروبند او وروسته د سولي په راتګ خبري اتري وکړ.

د امريکا ځانکړی استازی زلمی خليلزاد په داسي حال کې د قطر پلازمينه دوحي ته سفر کوي چې تير ماښام د طالبانو د قطر دفتر او د کوټي په مشرتابه شورا کې پراخ تغيرات رامنځته شول.

په قطر دفتر کې تغيرات

د طالبانو د مشر ملا هيبت الله اخونزاده له لوري د قطر دفتر سياسي وياند سوهيل شاهين له دندي ګوښه او پر ځای يې ډاکټر محمد نعيم وردګ د طالبانو د قطر دفتر سياسي وياند په توګه وټاکل شوی.

هيره دي نه چې په قطر دفتر کې بل لوی بدلون د سولي د مرکچي پلاوي د مشر عباس ستانکزي ګوښه کول او پر ځاي يې شيخ عبدالحکم د سولي د مذاکراتي ټيم مشر وټاکل شو.

د کوټې شورا کې تغيرات

ددغو بدلونو په اړه يوې سرچيني خبريال ويبپاڼه ته ويلي چې د قطر له دفتر څخه وروسته د کوټي په مشرتابه شورا کې هم پراخ بدلونونه راغلي.
د سرچينې په وينا اميرخان متقي چې مخکي د ملا هيبت الله اخوند د دفتر مشر وو اوس تازه د ملاهيبت الله اخوند له لوري له دې دندي ګوښه کړای شو او پر ځای يې د ملا هیبت الله اخوند د خپل دفتر مشر ملا احمد جان بلال وټاکل شو.

همدا راز دغه سرچينه زياتوي چې ملا محمد داؤد مزمل د ملکي تلفاتو د کمسون مشر په توګه ټاکل شو چې مخکې ددې کمسون مشر ملا عبدالمنان عمري وو.

۲= مولوي احمدجان بلال د مشرتابه دفتر مشر، د ملا آمیرخان متقی پر ځای ټاکل شوی دی.

۳=مولوی قدرت اللہ جمال د نظامي کمېسیون د مشر مولوي فیض اللہ پر ځای ټاکل شوی او ددې تر څنګ د ختیځو ولايتونو د اداري مسئول په توګه هم ټاکل شوی.

۴=شیخ نورالله منیر د محاکمو مشر، د شیخ عبدالحکیم پر ځای وټاکل شو.

۵= مولوي فیض الله چې مخکي د ختيځو ولايتونو د ښوني او روزني مسول وو اوس تازه ددې ادارې د مرستیال په توګه ټاکل شوی.

۶: مولوی عبدالحکیم شرعي چې مخکي د د ختيځو ولايتونو د ښوونې او روزني علمي مرستيال وو اوس تازه د ختيځو.ولايتونو د محکمو مرستيال ټاکل شوی.

۷= قاري فصیح الدین د بدخشان والي، او د مولوي ذاکر د مرستیال په توګه ټاکل شوی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.